قَالَ الْمَلَأُ ۳۴۶ الأعراف

أَفَأَمِنُوا مَكْرَ اللَّهِ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۹۹﴾ أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ أَهْلِهَا أَنْ لَوْ نَشَاءُ أَصَبْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَنَطْبَعُ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿۱۰۰﴾ تِلْكَ الْقُرَى نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَائِهَا وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا مِنْ قَبْلُ كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِ الْكَافِرِينَ ﴿۱۰۱﴾ وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِمْ مِنْ عَهْدٍ وَإِنْ وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ ﴿۱۰۲﴾

آیا بی یری دی دوی د عذاب د اللّه نه پس نه بی یری کیږی دعذاب د اللّه تعالٰی نه مگرقوم تاوان والا ﴿۹۹﴾
آیا نه ده ښکاره شوی هغوکسانوته وارثان شوی دی دځمکی پس داوسیدونکودهغی نه داخبره که اوغواړومونږ اوبه رسوو دوی ته عذاب په سبب دگناهونو ددوی اومهرلگوو مونږپه زړنوددوی پس دوی غوږ نږدی ﴿۱۰۰﴾
دغه کلی بیانوو مونږپه تاباندی بعضی دخبرونو دهغوی نه اویقیناً راغلی وؤ دوی ته رسولان دهغوی په ښکاره حکمونوسره پس نه ووهغوی چه ایمان ئی راوړی وی په سبب دهغی چه انکارکړی وو دوی دمخکی نه ددی وجی نه مهروهی اللّه تعالٰی په زړونودکافرانو باندی ﴿۱۰۱﴾
اونه دی موندلی مونږډیرو خلقولره پوره والی دلوظ‌ اویقیناً موندلی دی مونږډیرو خلقولره خامخا نافرمان ﴿۱۰۲﴾

[۹۹] روستودخاص اوقاتونه اوس عموم دوختونوته اشاره ده (مَكْرَ) عذاب د اللّه تعالٰی په طریقه داستدراج او مهلت سره دی - په دی آیت کښی دامن نه مراد بی خوفه کیدل دی په دنیاکښی یعنی ددوی په زړونوکښی د اللّه تعالٰی دعذاب نه هیڅ ویره نه وی اوسورة انعام آیت (۸۲) د اَمَن نه مراد بچ کیدل دی دعذاب د اللّه تعالٰی نه په توحید سره نوتعارض نه راځی -
[۱۰۰] په دی آیت کښی زورنه ده اوویره هم ده په عذاب دنیوی سره اوپه دی کښی تاکید دمخکښی آیتونودی په عذاب راتللوسره (يَهْدِ) دلته دهدایت نه مراد هدایت عقلی دی یعنی عقل ته ښکاره کیدل (بِذُنُوبِهِمْ) اشاره ده چه په دی موجوده خلقو کښی هغه ټول گناهونه جمع شوی دی کوم چه په مخکښی قومونوکښی یویو دوه دوه موجود وؤ او ددوی دغفلت سبب ئی ذکرکړو مهرپه زړونواوحق نه اوړیدل مهردزړه سبب دی دپاره دمهردغوږونو ددی وجی نه فَهُم کښی ئی فا ذکر کړله -
[۱۰۱] په دی کښی دمخکښی قومونوذکر دی دپاره دتذکیردموجوده خلقو چه حالت دموجودو مشابه دی دحالت دمخکنوسره چه هغوی ته رسولان راغلی وؤ - اودوی ته هم رسول راغلی دی لیکن په هغوی کښی دری درجی دمخالفت وی هغه په دی موجوده کښی هم دی هغه دری درجی دمنکرینودادی اول تکذیب دوهم دایمان نه محروم والی اودریم مهرلگول -
[۱۰۲] دا متعلق دی د مخکنواوروستنو ټولو کافرانوسره اومشترک علت دعذاب دی (عَهْدٍ) نه مراد وفا دوعدی دتوحید ده چه په عالم الارواح کښی اخستی شوی ده اوپه واسطه دپیغمبرانو تاره شوی ده -