ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَى بِآيَاتِنَا إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَظَلَمُوا بِهَا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۰۳﴾ وَقَالَ مُوسَى يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۰۴﴾ حَقِيقٌ عَلَى أَنْ لَا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۰۵﴾ قَالَ إِنْ كُنْتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۰۶﴾ فَأَلْقَى عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُبِينٌ ﴿۱۰۷﴾
بیا اولیږلو مونږه روستو ددغی پیغمبرانونه موسیٰ علیه السلام په معجزاتوزمونږ فرعون ته اوغټانودقوم د هغه ته پس هغوی انکاراوکړو دهغی نه په عنادسره پس اوگره چه څرنگ شو انجام دورانی کوونکو ﴿۱۰۳﴾
اواوئیل موسیٰ علیه السلام ای فرعونه یقیناً زه رسول یم د رب العٰلمین دطرف نه ﴿۱۰۴﴾
کلک یم په دی چه نه به وایم په اللّه تعالٰی سیوا دحق نه یقیناً ماراوړی دی تاسوته ښکاره بیان ستاسودرب دطرف نه پس پریږده ځماسره بنی اسرائیل ﴿۱۰۵﴾
اوئیل (فرعون) که راوړی وی تاڅه معجزه پس وړاندی کړه هغه که ئی ته درشتینونه ﴿۱۰۶﴾
پس اغورځوله ئی همسا خپله پس ناگاهه هغه خامارووښکاره ﴿۱۰۷﴾
[۱۰۳] ددی ځای نه دوهم باب دی تر (۱۶۸) پوری په دی کښی تفصیلی واقعه د موسیٰ علیه السلام ده تقسیم ده په شپږمقاماتوکښی اوددی تعلق دسوری داولی دعوی سره دی یعنی موسیٰ علیه السلام ډیرمصیبونه د اللّه تعالٰی ددین دپاره تیرکړی دی اوزړه ئی نه دی تنگ شوی قصه د موسیٰ علیه السلام په څلورو سورتونوکښی په تفصیل سره راغلی ده داسورت او سورة طٰهٰ اوسورة شعراء اوسورة قصص په هرسورت کښی ابتداء او اختتام ئی په جداطریقی سره دی اوحکمتونه په کښی ډیردی لیکن لوی حکمت په کښی تشجیع ده په بیان دحق کښی - په دی اول آیت کښی خلاصه دواقعی ده بعثت دموسیٰ علیه السلام تکذیب دفرعونیانو اوبیا هلاکت دهغوی (مِنْ بَعْدِهِمْ) دادلیل دی چه په شعیب علیه السلام پسی موسیٰ علیه السلام رالیږلی شوی دی -
[۱۰۴] ددی ځای نه تر (۱۲۶) پوری اول مقام دی په دی کښی دعوت دی فرعون ته اوهغه ته معجزی پیش کول بیا دساحرانو سره مقابله کول اودساحرانو بهادری پس دایمان راوړلونه یعنی شجاعت دموسیٰ علیه السلام اودساحرانو روستو دایمان راوړلونه په دی کښی دوه مدعاگانی دی یورسالت د موسیٰ علیه السلام دوهم توحید دربوبیت او (يَا فِرْعَوْنُ) کښی خطاب دی په نرمه لهجه سره ځکه دا دهغه لقب وؤ نوم سره خطاب نه دی کړی اودادطریقو ددعوت نه ده -
[۱۰۵] په اول جمله کښی اثبات دوتوحید دی دوهمه جمله کښی تاکید دتوحید اودرسالت دی په معجزه سره دریمه جمله کښی ازادول دمؤحدینودی (حَقِيقٌ) مبالغه ده په حق کښی په معنیٰ داثابت اومبتداء خذف ده اَنَاثَابِتٌ مِسْتَمِرٌ یا حَقِیقٌ په معنیٰ دحریص دی -
[۱۰۶] اشاره ده چه فرعون هم دمطلق معجزاتو قائل وؤ لیکن ضدی وؤ اوهغه هم منله چه معجزه دلیل دصدق درسول دی -
[۱۰۷] دااوله معجزه ده دلالت کوی په انقلاب باندی سره دتخویف او غلبی نه په مقابلینوباندی - (مُبِينٌ) یعنی حقیقت دهغی بدل شوی وؤ صرف نظربندی نه وه اودلته شربینی دهغی اژدها مقدار اوهیبت ذکرکړی دی تردی پوری چه په فرعون باندی دویری دوجی نه دستونه اولږیدل څلورسوه دستونه ئی اوشول - سوال: دلته اوشعراء کښی ئی ثعبان وئیلی دی اوسورة نمل (۱۰) کښی جان (نری مار) وئیلی دی ددی څه تطبیق دی؟ جواب (۱): په صورت کښی ثعبان حقیقی وؤ لیکن په رفتارکښی په شان دجان تیزوؤ ددی وجی نه هلته ئی کأنها وئیلی دی - جواب (۲): په ابتداء دوحی کښی جان وؤ اودفرعون په مخکښی ثعبان وؤ ددی دپاره چه په هغه باندی ښه رعب راشی -