قَالَ الْمَلَأُ ۳۴۸ الأعراف

وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ ﴿۱۰۸﴾ قَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ ﴿۱۰۹﴾ يُرِيدُ أَنْ يُخْرِجَكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ ﴿۱۱۰﴾ قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ ﴿۱۱۱﴾ يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ ﴿۱۱۲﴾ وَجَاءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوا إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ ﴿۱۱۳﴾ قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿۱۱۴﴾

اورا ویستلولاس خپل (دگریوان نه) پس ناگاهه هغه تک سپین وو دپاره دکتونکو ﴿۱۰۸﴾
اوئیل غټانو دقوم دفرعون نه یقیناً داخامخا جادوگردی ماهر ﴿۱۰۹﴾
غواړی چه اوباسی تاسو دملک ستاسونه پس څه حکم کوئ تاسو ﴿۱۱۰﴾
دوی اوئیل مهلت ورکړه ده لره او ورور دده لره او اولیږه په ښارونوکښی راجمع کوونکی ﴿۱۱۱﴾
رابه ولی تاته هرجادوگر ماهر ﴿۱۱۲﴾
اوراغلل جادوگرفرعون ته نواوئیل دوی آیا یقیناً خامخا مونږله به مزدوری وی که شو مونږ زورور ﴿۱۱۳﴾
اووی فرعون هاؤ یقیناً تاسو خامخا د نزدی کړی شوونه به یئ (په مرتبوکښی) ﴿۱۱۴﴾

[۱۰۸] دا دوهمه معجزه ده دلالت کوی په انقلاب سره درنړا اود بشارت نه -دنزع نه مخکښی ادخل یدک پټ دی په قرینه دسورة نمل (۱۲) اوقصص (۳۲) (لِلنَّاظِرِينَ) لفظ دلیل دی چه سپینوالی ناآشنا وؤخلق ئی په تعجب کښی اچول -
[۱۰۹] اول فرعون سردارانوته اوئیل چه داساحر دی لکه سورة شعراء (۴) کښی دی بیا دی مشرانو دهغه په تقلید کښی عاموخلقوته داسی اوئیل - هرکله چه سحرپه هغه زمان کښی ډیرموجود وؤ اوداسی سحروؤ چه په هغی سره په نظرباندی اثرکیدلو ددی وجی نه دوی موسیٰ علیه السلام باندی داطعن اولگوؤ -
[۱۱۰] دا بدنامه لگول دی چه دی ستاسونه داوطن قبضه کوی ساحروئیل دعاموخلقو ددهوکه کولودپاره وؤ اودا قول داقتدار والو دغصه کولودپاره دی -
[۱۱۱] دی آیت کښی مشوره ورکول دعامو خلقو دی دمقابلی کولود موسیٰ علیه السلام سره -
[۱۱۲] هغه وخت په مصرکښی دسحرډیره چرچه وه اود سحرمدرسی وی اودهغی استاذان او ماهران وؤ - اوعادت الٰهیه دادی چه هرنبی له هغه معجزه ورکوی چه دهغی زمانی سره مناسب وی اوسبب دغلبی شی -
[۱۱۳] باطل پرست خلق هرعمل ددنیا په مقصد باندی کوی ځکه دوی داجرت ذکر مخکښی کوی - (قَالُوا) کښی فاداخله نه کړه اشاره ده چه داقول استیناف دی په جواب دسوال کښی دی دتاکید دپاره - (إِنْ كُنَّا نَحْنُ) دا دلیل دانصاف دهغوی دی چه هسی اجرت نه غواړی بغیردغلبی نه -
[۱۱۴] هغه ورله زیات رغبت ورکړو ځکه چه نزدیکت بادشاه ته لویه مرتبه ده - شربینی لیکلی دی مدد غوښتل دفرعون ددوی نه ښکاره دلیل دی چه هغه عاجزذلیل بنده وؤ دارنگ طلب داجرت دساحرانو دلیل وؤ چه هغوی قادرنه وؤ په قلب داعیانوباندی که نه ځان له به ئی سره او سپین زر جوړول اواجرت طلب کولوته به محتاج نه وؤ څوک چه دقلب داعیان دعویٰ کوی دروغ وائی -