قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَنْ تُلْقِيَ وَإِمَّا أَنْ نَكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ ﴿۱۱۵﴾ قَالَ أَلْقُوا فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ ﴿۱۱۶﴾ وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ ﴿۱۱۷﴾ فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۱۸﴾ فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانْقَلَبُوا صَاغِرِينَ ﴿۱۱۹﴾
اوئیل دوی ای موسیٰ علیه السلام یاته اوغورزوه اویا به شو مونږ غورځوونکی (ړومبی) ﴿۱۱۵﴾
اووی موسیٰ علیه السلام اوغورځوئ تاسو پس هرکله چه اوغورځولی هغی (رسئ او همساگانی) نوجادوئی اوکړو په سترگودخلقو باندی او اویرول ئي هغی اورائی وړو جادو لوی (په نیزددوی) ﴿۱۱۶﴾
اووحی اوکړه مونږ موسیٰ علیه السلام ته چه اوغورځوه همسا خپله پس ناگاهه هغی تیرکړل هغه څه چه دوی جوړول ﴿۱۱۷﴾
پس ښکاره شو حق اوبی کاره شول هغه عملونه چه دوی کول ﴿۱۱۸﴾
پس کمزوری شول دوی په دغه وخت کښی اوشول (دافرعونیان) ذلیلان ﴿۱۱۹﴾
[۱۱۵] دا ادب دساحرانو دی دپاره د موسیٰ علیه السلام اوددی په وجه اللّه تعالٰی دوی ته ایمان نصیب کړو دا شربینی لیکلی دی -
[۱۱۶] دا دلیل دی چه دسحراثرحق دی او داد کمال دچاسره منافی نه دی ځکه چه موسیٰ علیه السلام باندی هم اثروشو لکه چه په سورة طٰهٰ (۶۶) کښی دی اوداسحردنظربندئ وؤ په دی سره صرف د موسیٰ علیه السلام په قوت خیالیه باندی اثرشوی دی سحردانبیاء په قوت عاقله باندی اثرنشی کولی (عَظِيمٍ) اشاره ده عصاگانی او رسئ اوساحران ډیرزیات وؤ دا عظمت دهغی دی یامراد دعظمت نه ددوی په نیزباندی وؤ -
[۱۱۷] موسیٰ علیه السلام دوحی انتظار کوؤ ځکه ئی اوفرمایل ( وَأَوْحَيْنَا) اشاره ده چه معجزه په اختیاردنبی کښی نه وی چه څه وخت غواړی نوکولی شی نه بلکه هروخت وحی ته محتاج وی (تَلْقَفُ) ښکاره معنیٰ داده چه هغه ښامار ټولی رسئ اوعصا گانی دهغوی په خپله خوله کښی تیری کړی بعضی علماء وائی چه تیریدلومراد دادی چه دهغوی اثرئی ختم کړو (يَأْفِكُونَ) افک معنیٰ اړول دڅیز داصل نه اوپه باطل کښی استعمالیږی نودوی صورتونه درسو او همساگانوبدل کړی وؤ په مارانوسره نواثردهغی ختم کول داهم تیرول دی -
[۱۱۸] دادمقابلی اوله نتیجه ده لفظ د (فَوَقَعَ) دلالت کوی په یقینی ظهورباندی چه هیڅ شک په کښی نه وی پاتی شوی (وَبَطَلَ) بی کاره او بی اثره شول یافنا شول دواړه احتمالونه دی -
[۱۱۹] په دی کښی ضمیرونه فرعونیانو ته راجع دی اوصریح دلیل دی چه فرعون الٰه یارب نشی کیدلی اودا دمقابلی بله ظاهری نتیجه ده -