وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ ﴿۱۲۰﴾ قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۱﴾ رَبِّ مُوسَى وَهَارُونَ ﴿۱۲۲﴾ قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّ هَذَا لَمَكْرٌ مَكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۱۲۳﴾ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۱۲۴﴾
اواوغورځولی شول جادوگرسجده کوونکی ﴿۱۲۰﴾
اووئیل دوی ایمان راوړیدی مونږپه رب العٰلمین باندی ﴿۱۲۱﴾
چه رب د موسیٰ علیه السلام او هارون علیه السلام دی ﴿۱۲۲﴾
اووی فرعون آیا ایمان راوړو تاسوپه ده باندی مخکښی داجازت زمانه تاسو ته یقیناً دامعامله خامخا یوه جرگه ده چه کړیده تاسو په دی ښارکښی دی دپاره چه اوباسئ ددی نه اوسیدونکی ددی پس زردی چه پوهه به شئ تاسو ﴿۱۲۳﴾
خامخا پری به کړم لاسونه ستاسواوخپی ستاسو ادل بدل بیابه خامخا په سولئ کړم تاسو ټولوسره ﴿۱۲۴﴾
[۱۲۰] دادهغوی نیک بختی وه چه دحق ښکاره کیدلوسره ئی زرایمان راوړلو اودحق داثردوجی نه دوی ایمان راوړلوته مجبوره شول ځکه ئی مجهوله صیغه ذکر کړه وَأُلْقِيَ یادجلتئ دسجدی کولوپه وجه ئی صیغه دمجهول ذکرکړه -
[۱۲۱] داقرار او اعلان دایمان دی اومخکنی آیت کښی عملی ایمان وؤ -
[۱۲۲] دائی ځکه اوئیل چه فرعون وهم اونه کړی چه رب العٰلمین زه یم (وَهَارُونَ) لفظ کښی وهم دفع کول وؤ یعنی فرعون اونه وائی چه رب موسیٰ زه یم ځکه ما دده تربیت کړی دی هرکله چه هارون ورسره ذکرکړو نومعلومه شوه چه هغه رب مراد دی چه موسیٰ اوهارون دهغه توحید طرف ته دعوت ورکوی -
[۱۲۳] دادفرعون تلبیس دی په عاموخلقوباندی ورنه هغه ته ښه معلومه وه چه موسیٰ علیه السلام ددوی سره چیری جرگه نه ده کړی (قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ) په دی سره فرعون دخپل استکبارذکر کوی چه هرڅه دهغه اذن ته محتاج دی اوحال داچه ایمان راوړل اوحق منلوکښی دهیچ چا اذن ته حاجت نیشته (إِنَّ هَذَا لَمَكْرٌ) داخالص دروغ دی اوصریح دلیل دی په عجزدفرعون باندی چه هرکله هغه دمصردحالاتو نه خبرنه لری نوالٰه اورب څرنگ کیدلی شی (لِتُخْرِجُوا مِنْهَا) اشاره کوی چه موسیٰ علیه السلام مقصد حکومت قبضه کول دی حال داچه دهغه مقصد اقامت ددین وؤ اودادباطل پرستوخلقو عادت دی چه په حق پرستوباندی ددنیا پرستئ طعن لگوی (فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ) کښی دباؤذکرکوی اوپه طٰهٰ (۷۱) او شعراء (۴۹) کښی وئیلی دی چه داستاسومشراستاد دی نوپه هغی کښی اشاره کوی چه سبب دموافقت ستاسو په مشوره کښی دده سره دادی چه دی ستاسو استاد دی نوپه هغه سورتونوکښی سبب ذکردی اوپه دی کښی مسبب ذکردی سرهٔ دغایة نه چه لِتُخْرِجُوا دی -
[۱۲۴] داتفصیل دفسوف تعلمون دی لاس خپی ادل بدل پری کول اوبیاپه سولئ خیژول داد فرعون د وخت نه شروی شوی دی داسی ابن عباس نه نقل دی په دی کښی اشاره ده لوی ظالم فرعون ته ځکه چه کومه سزا اللّه تعالٰی دقطاع الطریق او محاربه کوؤنکی د اللّه اورسول دپاره مقرر کړی ده مائده (۳۳) کښی نوهغه فرعون د ایمان والو دپاره مقررکړه -