قَالُوا إِنَّا إِلَى رَبِّنَا مُنْقَلِبُونَ ﴿۱۲۵﴾ وَمَا تَنْقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ ﴿۱۲۶﴾ وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ ﴿۱۲۷﴾ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۱۲۸﴾
اوئیل دوی یقیناً مونږه خپل رب ته گزځیدونکی یو ﴿۱۲۵﴾
اوته بدنه گنړی مونږنه مگرداخبره چه ایمان راوړی دی مونږپه آیتونودرب خپل هرکله چه راغلل مونږته ای ربه زمونږه راتوی کړی په مونږډیرصبر اومړه کړی مونږه په عقیده دتوحید باندی ﴿۱۲۶﴾
اوئیل غټانودقوم دفرعون نه آیا پریږدی ته موسیٰ علیه السلام اوقوم دهغی دی دپاره چه ورانی اوکړی په دی ملک کښی اوپریږدی بندگی ستا اودمعبودانو ستا اووئیل فرعون زر دی چه وژنو به ځامن ددوی اوژوندی به پریږدو (بی حیاکووبه) زنانه ددوی اویقیناً مونږددوی دپاسه یوزورور ﴿۱۲۷﴾
اوی موسیٰ علیه السلام قوم خپل ته مدد غواړئ د اللّه تعالٰی نه اوصبرکوئ یقیناً ځمکه د اللّه تعالٰی په اختیار کښی ده ورکوی ئی هغه چاته چه اوغواړی دبندگانو خپلونه اوښه انجام دپاره دپرهیزگارو دی ﴿۱۲۸﴾
[۱۲۵] دادساحرانو بهادری او تثبت دی یعنی په مرگ کښی خپله فائده گنړی چه خپل رب ته ورتلل دی -
[۱۲۶] یعنی کوم کارچه سبب داکرام دی هغه کار تا سبب دعیب اوگنړلو دا دلیل دی په دی خبره چه همیشه دحق پرستو سره خلقو دشمنی د ایمان په وجه کړی ده لکه په سورة بروج (۸) کښی دی - مفسرینو لیکلی دی چه فرعون ددوی لاس او خپی پری کړل اوپه سولئ ئی کړل - دمرگ وخت کښی دوی دا دعا لوستله (تَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ) اشاره ده چه دلته اسلام اوایمان یوځیزدی اودارنگ دین دټولو انبیاؤ اسلام دی -
[۱۲۷] ددی ځای نه دوهم مقام دی په دری آیتونو کښی - اوپه دی مقام کښی نورمصیبتونه په موسیٰ علیه السلام اودهغه په قوم بیانیږی او ورسره دهغوی تثبت دی، آیت کښی دفسادنه مراد اختلاف پیدا کیدل دی په سبب دبیان حق سره اودی ته همیشه باطل پرستوفساد وئیلی دی (وَآلِهَتَكَ) ددی نه مراد هغه مبعودان دی چه په مصرکښی دفرعون په امرسره دهغوی عبادت کیدلو چه په هغی شکلونه دفرعون او غوا اوپیسه او نمر اوسپوږمئ موجود وؤ فرعون هم په خپله دپیسهٔ عبادت کولو اگرچه فرعون په مناظره کی مغلوب اوعاجزشو لیکن سره ددی نه ځان غالب گنړی دا نهایت بی عقلی ده -
[۱۲۸] په دی آیت کښی موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته دمصیبتونو خلاف کښی دوه علاجونه اوخودل استعانت باللّه اوصبرکول اودوه زیری ئی بیان کړل یوددنیا بل دآخرت (الْأَرْضَ لِلَّهِ) ملکیت حقیق دټولی ځمکی او دځمکی دمصر اللّه تعالٰی لره دی اوپه ملکیت حکمی سره ئی اللّه تعالٰی ورکوی او تقسیم کوی -