قَالُوا أُوذِينَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا قَالَ عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿۱۲۹﴾ وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۳۰﴾ فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَذِهِ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۳۱﴾ وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۱۳۲﴾
اووی دوی تکلیفونه راکړی شوی دی مونږته مخکښی دراتلوستانه اوروستو هم دراتلو ستانه مونږته اووی موسیٰ علیه السلام نزدی ده چه رب ستاسو هلاک به کړی دشمن ستاسو اوروستوبه آباد کړی تاسو په دی ملک کښی پس گورئ به (په طریقه دامتحان) چه په کومه طریقه عمل کوئ تاسو ﴿۱۲۹﴾
اویقیناً نیولی وو مونږفرعونیان په کلونو دسوکړی اوپه کم والی دمیوو دی دپاره چه دوی نصیحت واخلی ﴿۱۳۰﴾
پس هرکله چه به راغله دوی ته خوشحالی وئیل به دوی داحق ځمونږه دی اوکه اوبه رسیدو دوی ته څه تکلیف نوسپیره والی به ئی گنړلو د موسیٰ علیه السلام او دملگرو دهغه خبردار یقیناً سپیره والی ددوی مقرروو د نیز د اللّه تعالٰی نه لیکن ډیرددوی نه پوهیږی ﴿۱۳۱﴾
اووئیل دوی هرهغه چه راوړی مونږته څه نښه دپاره ددی چه جادو اوکړی په مونږباندی په هغی سره پس نه یو مونږپه تاایمان راوړونکی - ﴿۱۳۲﴾
[۱۲۹] داقول دبنی اسرائیلوپه طریقه داظهار دتثبت وؤځکه موسیٰ علیه السلام هغوی ته نوردوه زیری دنیوی پیش کړل (أُوذِينَا) د اذی مخکنئ نه مراد قتل او استحیاء ده او نورکارونه دذلت د بنی اسرائیلونه اخستل او د اذی روستنئ نه مراد دتذلیل کارونه اوبیا اراده دقتل او د استحیاء ده -
[۱۳۰] ددی ځای نه دریم مقام دی تر (۱۳۷) پوری یوپه کښی ذکر د امداد د اللّه تعالٰی دی دبنی اسرائیلو سره په رالیږلو د اوو عذابونو په فرعونیانوباندی اوپه آخرکښی دهغوی غرقول (بِالسِّنِينَ) عذاب دبانډو او صحراوالو دی (وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ) دا عذاب دښارونووالو دی اوثمرات دځمکی ټولو امدنیاتو اوتجارتی منافعو ته شامل دی -
[۱۳۱] (لَنَا هَذِهِ) ځان به ئی دفراخی او خوشحالئ حق دار گنړلو د اللّه تعالٰی فضل او رحم ته ئی هیڅ دخل نه ورکوؤ (يَطَّيَّرُوا) تطیرنه مراد دادی چه هرکله مصیبتونه دهرخوا نه راشی نوخپل بد عمل ته نسبت نه کوی وائی چه دا فلانی شخص یا فلانی کوریا سفر وغیره سپیره وؤ اوحدیث کښی راغلی دی چه لاطیرة فی الاسلام - دی آیت نه معلومه شوه چه همیشه باطل پرستو نیکانو خلقوته سپیره وئیلی دی اودخپلی بدحالئ نسبت ئی هغوی ته کړی دی لکه په سورة یٰس (۱۸) کښی دی (لَا يَعْلَمُونَ) لیکن اکثرخلق د حوادثو مصیبتونو نسبت اسبابو محسوسو ته کوی اود اللّه تعالٰی نه غافل دی اودهغه تقدیر هم نه منی -
[۱۳۲] داددوی سخت ضد او عناد وؤ ځکه چه هم ورته آیت وائی اوهم ورته دسحرنسبت کوی -