فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ ﴿۱۳۳﴾ وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوا يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ لَئِنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۳۴﴾ فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَى أَجَلٍ هُمْ بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنْكُثُونَ ﴿۱۳۵﴾ فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ ﴿۱۳۶﴾
پس راولیږو مونږپه دوی باند ی طوفان او ملخان اوسپږی او چنډخان او وینی نښی وی جداجد پس دوی لوئی اوکړه (دایمان راوړلونه) او وو دوی قومن مجرمان ﴿۱۳۳﴾
او هرکله چه رابه غی په دوی باندی یوعذاب (ددی عذابونونه) دوی به اوئیل ای موسیٰ علیه السلام دعا اوغواړه مونږلره درب خپل نه په سبب دهغی چه لوظ کړی دی ستاسره که چری لری کړوتا (په دعاسره) ځمونږنه دا عذاب خامخا ایمان به راوړو په تاباندی او خامخا پری به ږدو ستاسره بنی اسرائیل ﴿۱۳۴﴾
پس هرکله چه به لری کړلو مونږه ددوی نه عذاب تریونیټی چه دوی به رسیدونکی وو هغی ته دغه وخت به دوی ماتؤو لوظ لره ﴿۱۳۵﴾
پس بدل واخستو مونږ ددوی نه پس غرق کړل مونږدوی په دریاب کښی په دی وجه چه دروغژن کړه دوی آیتونه ځمونږ او وو دوی دهغی نه بی پرواه ﴿۱۳۶﴾
[۱۳۳] بعضی مفسرینو لیکلی دی چه موسیٰ علیه السلام دوی ته دعادشر اوکړله نودا عذابونه په دوی باندی شروع شول (فَأَرْسَلْنَا) په دی کښی اشاره ده ډیروالی ته اومعلومه شوه چه دهغی دپاره آسمانی اسباب وؤ - طوفان نه مراد هرهغه شی دی چه عام هلاکت راولی که سخت بارانونه وی یاعامه وباء وی لکه دلته بعضی مفسیرینو مرض دشری لیکلی دی نودا عذاب بدنی او مالی دواړوته شامل دی (وَالْجَرَادَ) دا عذاب مالی دی ځکه ملخانو ددوی ټول فصلونه او میوی اوخړلی او داد قحط نښه وی اوملخان خوړل بغیر دذبح نه جائزدی که هره نوعه وی هان په حدیث ابوداؤد کښی راغلی دی چه نبی ﷺ نه خوړل ځکه چه طبعاً ئی بدگنړل لکه ضب (خادمئ دصحرا) (وَالْقُمَّلَ) ددی یوقسم هغه دی چه تیاری غلی اوخوری هغی ته سپږئ وئیلی شی دوهم قسم هغه دی چه ویښتو او بدن کښی وی اوچیچل کوی دریم هغه دی چه په څاروؤ پوری اونخلی هغی ته کُنی وئیلی شی دا ټول قسمونه دلته مراد دی نوداهم مالی او بدنی عذاب دی (وَالضَّفَادِعَ) دا هم ددوی په خورا ک او څښکاک کښی داخلیدل او ددوی په سرونو او بدنونو باندی ورختل (وَالدَّمَ) دا هم ددوی په خوراک او څښکاک کښی ښکاره کیدل (مُفَصَّلَاتٍ) عذابونه جدا جدا وؤ یوروایت کښی راغلی دی چه دهریو دوؤ عذابونو په مینځ کښی اووه یا اته ورځی وقفه وه یا دا چه ددی دلالت کول په ایت اللّه باندی ښه ښکاره او واضح وؤ -
[۱۳۴] دا آیت دلیل دی په دی خبره چه فرعونیانو اللّه تعالٰی منلو اوپه مصیبت کښی د اللّه تعالٰی نه ددعا دغوښتی قائل وؤ اوپه دی آیت کښی معلومه شوه چه د موسیٰ علیه السلام دوه مقصد وؤ یومسئله دتوحید اوبل ازادول دمؤحدینو (بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ) مراد دعهد نه نبوت دی یامراد تری نه اجابت ددعا دی -
[۱۳۵] دی آیت کښی ددوی ضد اوعناد ذکرشوی دی (إِلَى أَجَلٍ) مراد ددی نه هغه اووه یا اته ورځی دی چه اللّه تعالٰی هرعذاب دپاره مقرر کړی وی اوداسی په رخرف (۵۰) کښی هم دی -
[۱۳۶] په دی آیت کښی ددوی اخری عذاب دغرق ذکرشوی دی اودهغی ئی دوه وجی ذکرکړی دی - (فَانْتَقَمْنَا) نقمت په اصل کښی زائل کول دنعمت دی په عذاب سره (الْيَمِّ) ډونگی دریاب یا غولئ د دریاب ته وئیلی شی اوازهری نه نقل دی چه یم بحرمالح او بحرعذب دواړوته وئیلی شی لکه فاقذفیه فی الیم کښی عذاب مراد وؤ اودلته بحرمالح (قلزم) مراد دی اوبحرصرف مالح ته وئیلی شی - او دوه وجی دعذاب تکذیب او غفلت ئی ذکرکړو اگرچه ددوی نورهم ډیرگناهونه وؤ لیکن دا دواړه دټولو گناهونوجړی وی -