قَالَ الْمَلَأُ ۳۵۴ الأعراف

وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَى عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ ﴿۱۳۷﴾ وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَهُمْ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿۱۳۸﴾

اوورکړه مونږهغه قوم ته چه کمزوری کړی شوی وؤ (په مصرکښی) مشرقونه دځمکی اومغربونه دځمکی هغه ځمکه چه برکتونه اچولی دی مونږپه هغی کښی اوپوره شوه وعده درب ستا ښائسته د بنی اسرائیلو سره په دی وجه چه ټینگ شوی وو او هلاک کړل مونږهغه چه جوړول فرعون او قوم دهغه اوهغه باغونه چه دوی اچولی ووپه سپرونو ﴿۱۳۷﴾
اوپوری ویستل مونږبنی اسرائیل د دریاب نه پس راغلل دوی په یوقوم باندی چه هغوی بندگی کوله دمعبودانو خپلو اووی دوی ای موسیٰ علیه السلام جوړ کړه مونږلره دبندگئ‌ حق دار لکه چه دوی لره معبودان دی اووی موسیٰ علیه السلام یقیناً تاسو قوم ناپوهه یئ ﴿۱۳۸﴾

[۱۳۷] ددی ځمکی نه مراد ځمکه د شام ده چه په هغی کښی دنیوی او اخروی برکات ډیردی بنی اسرائیل اول د شام د ځمکی وارثان شول بیا داؤد علیه السلام او سلیمان علیه السلام په وخت کښی د مصروارثان هم شول - (يُسْتَضْعَفُونَ) مراد ترینه ددوی نه عبیدان جوړول او د اولاد ذبح او استحیاء او سخت کارونه کول او ذلیل کول دی اوپه سورة قصص (۵،۴) کښی هم ذکردی (مَشَارِقَ) او (مَغَارِبَ) اشاره ده ټولو طرفونوته او هرکله چه د هری علاقی مشرق او مغرب جدا جدا وی ددی وجی نه ئی جمع ذکرکړل - (الْأَرْضِ) مراد ددی نه هغه علاقه ده چه د فرات نه تر سرف (قلزم) پوری ده دا بقاعی ذکرکړی دی په سورة مائده کښی او دا ځمکه په سورة انبیاء (۸۱،۷۱) او سورة اسراء (۱) کښی ذکرده -
[۱۳۸] دا څلورم مقام دی تر (۱۴۱) پوری په دی کښی بیان دکمزوری والی دعقیدی دبنی اسرائیلودی اوپوهه کول موسیٰ علیه السلام هغوی لره اشاره ده چه په بنی اسرائیلو کښی په وخت د وجود دنبی دهغوی کښی کمزوری دینی شروع شوی ده (وَجَاوَزْنَا) دا مجاوزه بچ کول په ورځ دعاشورا وه ددی وجی نه هغوی دغه ورځ روژه نیوله اوپه دغه امت کښی دغه روژه نیول سنت دی (عَلَى قَوْمٍ) دا قوم دلخم دقبیلی وؤ او شکلونه ئی دغواؤ جوړکړی وؤ اودهغی عبادت يی کوؤ بعضو ناپوهو بنی اسرائیلو دامطالبه کړی وه دوجی دزوړ عادت نه او دوجی د نوی ایمان راوړلونه - اودغسی ویناپه غزوه دحنین کښی بعضی نوی مسلمانانو هم کړی وه چه مونږلره یوونه مقررکړه چه په هغی پوری اسلحی زوړنده وؤ دپاره دبرکت لکه څرنگ چه دی مشرکانولره داسی ونه ده اوهغی ونی ته ذات انواط وئیلی کیدو نو رسول اللّٰه ﷺ هغوی ته زورنه اوکړه چه تاسوهم د بنی اسرائیلوپه شان وینا کوئ (يَعْكُفُونَ) عکوف وئیلی کیږی لازم نیول دیوڅیز اوتوجه کول هغه ته په طریقه دتغظیم سره -