قَالَ الْمَلَأُ ۳۵۵ الأعراف

إِنَّ هَؤُلَاءِ مُتَبَّرٌ مَا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۳۹﴾ قَالَ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۴۰﴾ وَإِذْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۱۴۱﴾ وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۴۲﴾

یقیناً داخلق هلاک به کړی شی دوی هغه چه دوی مشغوله دی دهغی په بندگئ‌ کښی اوباطل دی هغه عملونه چه دوی ئی کوی ﴿۱۳۹﴾
اووی موسیٰ علیه السلام آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه طلب کړم تاسولره بل معبود اوهغه غوره والی درکړی تاسولره په خلقو ددی زمانی ﴿۱۴۰﴾
اوکله چه بچ کړئ‌ مونږتاسو دفرعونیانو نه چه رسول ئی تاسوته بد عذابونه وژل ئی ځامن ستاسو او بی حیائی پریخودلی زنانه ستاسو اوپه دی کښی نعمت (امتحان) وو دطرف درب ستاسونه لوی ﴿۱۴۱﴾
او وعده اوکړه مونږ د موسیٰ علیه السلام سره ددیرشو شپو اوپوره کړی وه مونږ هغه په لسو نوروسره پس پوره شو وخت مقرر درب دطرف نه څلویښت شپی او اووی موسیٰ علیه السلام رور خپل ته هارون چه نائب شه ځما نه په قوم ځما کښی اواصلاح کوه ددوی اومه ځه په لار دفساد کوونکو ﴿۱۴۲﴾

[۱۳۹] داولی جملی مطلب دادی چه دامعبودان فنا کیدونکی دی په لاسونو دمؤحدینو اودطرف د اللّه تعالٰی نه هم په بلی طریقی سره ددوی عبادت نه دی جائز - ددوهمی جملی مطلب دادی چه ددوی داشرکی عملونه بی فائدی دی نه نفع ورکولی شی اونه ضرر دفع کولی شی -
[۱۴۰] دا زورنه قوم ته د موسیٰ علیه السلام اول ئی ذکرکړه چه دا معبودان اهل دعبادت نه دی اوس ذکرکوی چه اللّه تعالٰی حق دار دبندگئ‌ دی په توحید سره ځکه چه دا سبب دفضیلت دی اوطریقه دفضیلت ذکر ده په سورة مائده (۲۰) کښی -
[۱۴۱] دی آیت کښی بیان دفضیلت دبنی اسرائیلو دی اوتذکیردنعمت د اللّه تعالٰی دی او داسی آیت په سورة بقره (۴۹) اوابراهیم (۶) کښی هم ذکر دی -
[۱۴۲] ددی ځای نه پنځم مقام دی تر (۱۵۴) پوری په دی کښی ذکر داول میقات دی دپاره دکتاب ورکولو او استخلاف دهارون علیه السلام دی اوبیان دطلب د روئیت (لیدل) دی د موسیٰ علیه السلام اللّه تعالٰی لره اوبیا شرک د بنی اسرائیلو په عبادت دسخی سره او غصه د موسیٰ علیه السلام په هغی - داڅلویښت شپی میاشت دذوالقعده او لس ورځی د ذالحجه وی اوروایاتوکښی راغلی دی چه دمیاشت نه روستو موسیٰ علیه السلام مسواک مستعمل کړو نو اللّه تعالٰی ورته لس ورځی نوری زیاتی کړی ددی وجی نه (بِعَشْرٍ) ئی جدا ذکرکړو اوپه دی لسوکښی ورته تورات ملاوشو - سوال: (فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ) دی ته څه ضرورت وؤ؟ جواب: مراد په دی کښی دفع دوهم ده یعنی څوک داوهم اونه کړی چه عشر دثلثین نه جز، دی بله روستو دی دثلثین نه - فرق په مینځ دمیقات او وقت کښی دادی وقت مطلق وخت ته وئیلی شی - اومیقات هغه وخت دی چه دڅه کاردپاره مقررکړی شی -