قَالَ الْمَلَأُ ۳۵۶ الأعراف

وَلَمَّا جَاءَ مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنْظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَنْ تَرَانِي وَلَكِنِ انْظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۴۳﴾ قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۴﴾ وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ ﴿۱۴۵﴾

اوهرکله چه راغی موسیٰ علیه السلام دپاره دنیټی مقرر ځمونږ اوخبری اوکړی ده سره رب دده، ده اووی! ای ربه ځما اوښایه ماته ځان خپل چه ځه اوگورم تاته اوفرمائیل اللّه تعالٰی هیچ چیری ته نه شی لیدلی ما لیکن اوگوره غرته که ټینگ شو دی په ځای خپل پس زرده چه اوبه وینی ته ما، پس هرکله چه نورښکاره کړو رب د هغه غرته اورگرځوو ئی هغه هموار دځمکی سره اوپریوت موسیٰ علیه السلام بی هوښه پس چه په هوش شو نواووی پاکی تالره ده توبه کړی ده ماتاته اوځه اول یم دمؤمنانونه (په دی وخت کښی) ﴿۱۴۳﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی ای موسیٰ علیه السلام یقیناً‌ ما غوره کړی ئی ته په خلقوباندی په پیغامونوځما اوپه خبرو ځما پس اونیسه هغه کتاب چه درکړو ماتاته اوشه دشکرکوونکونه (په بیانولوددی کتاب) ﴿۱۴۴﴾
اولیکلی دی مونږهغه لره په تختوکښی دهرقسم ضروری وعظ اوتفصیل دهرضروری حکمونوپس اونیسه داپه کوشش سره اوحکم کوه خپل قوم ته چه عمل کوی په ښائسته خبروددی زر دی چه اوبه ښایم تاته ملک دنافرمانوخلقو ﴿۱۴۵﴾

[۱۴۳] دکلام د اوریدلونه شوق ددیدن پیداشو اودا سوال د موسیٰ علیه السلام دوجی د محبت نه دی او سوال د بنی اسرائیلو (ارنااللّه جهرة) دبی ادبئ‌ او اد انکار دوجی نه وؤ ځکه هغه سبب دعذاب شو - اوحق مسلک دادی چه لیدل د اللّه تعالٰی په دنیا کښی ممکن دی لیکن واقع نه دی - اودبعضی علماؤ په نیزپه دنیاکښی ممتنع دی -دامکان دپاره دلیلونه دادی (۱) موسیٰ علیه السلام ددی طلب کړی دی اوانبیاء‌ علیهم السلام ممتنع نه طلب کوی ځکه چه طلب دممتنع جهل دی اوانبیاء‌ دجهل نه پاک دی (۲) لن ترانی ئی وئیلی دی لن اُریٰ ئی نه دی وئیلی - سوال: موسیٰ علیه السلام تُبتُ وئیلی دی؟ - جواب: داتوبه دتواضع او دعبدیت دوجی نه ده دگناه دوجی نه نه ده بالاجماع هان توبه ده ددی وجی نه چه بی اجازته ئی دادعا کړی ده - اولیدل د اللّه تعالٰی په آخرت کښی دجنت والودپاره یقینی دی ددی تفصیل په سورة قیامه (۲۲) او سورة تطفیف (۱۵) کښی شته دی (فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ) دایومثال دی دغرظاهری قوت ډیرزیات دی نوچه هغه د اللّه تعالٰی دتجلی طاقت نه لرلو نوکمزوری وجود دانسان به څنگه طاقت اولری او اجماع ده دامت چه داتوبه د موسیٰ علیه السلام دگناه نه نه وه ځکه چه هغه گناه نه ده کړی اوحدیث صحیح کښی راغلی دی چه اللّه تعالٰی په تجلی کښی صرف طرف دگوتی (کچه گوته) ښکاره کړی وؤ -
[۱۴۴] داتسلی ده د اللّه تعالٰی طرف نه موسیٰ علیه السلام ته چه که دیدن منع کړوتانه لیکن نوراحسانات ئی په تا کړیدی - (النَّاسِ) نه مراد امتیان دی اودشکرنه مراد بیانول دکتاب د اللّه تعالٰی دی اورازی وئیلی دی چه داتسلی هم دلالت کوی په امکان درویت باندی -
[۱۴۵] تورات په تختوکښی نازل شوی وؤ لیکن دهغی تختوشماراوجنس په صحیح روایاتوکښی نه دی معلومه په هغی کښی بحث کول عبث کاردی (مَوْعِظَةً) ددی نه مراد زجرونه اوتخویفات وغیره دی - (وَتَفْصِيلًا) ددی نه مراد احکام دتورات دی (دَارَ الْفَاسِقِينَ) ددی نه مراد یاخوځمکه دشام ده چه په هغی کښی جبابره اوسیدل یاملک دمصردی یاددی نه مراد جهنم دی په ورځ دقیامت په وروستنئ توجیه سره خطاب دی مخالفت کوونکو دکتاب اللّه ته اوپه دی معنی سره داتخویف دی اومخکنئ معنیٰ سره دابشارت دی -