سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِنْ يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِنْ يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ ﴿۱۴۶﴾ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۷﴾ وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِنْ بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّهُ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا اتَّخَذُوهُ وَكَانُوا ظَالِمِينَ ﴿۱۴۸﴾
خامخا منع کوم دپوهی دآیتونوخپلونه هغه کسان چه لوئی کوی په زمکه کښی په ناحقه سره اوکه اووینی دوی هره نښه دحق ایمان نه راوړی دوی په هغی باندی اوکه اووینی لارد هدایت نه نیسی هغی لره لار اوکه وینی دوی لاردگمراهئ نونیسی هغه لار داپه دی وجه چه دوی دروغژن گنړی آیتونه زمونږ اودوی دهغی نه بی پرواه دی ﴿۱۴۶﴾
اوهغه کسان چه دروغژن گنړی آیتونه ځمونږ او ملاقات دآخرت برباد دی عملونه ددوی بدله نشی ورکیدی دوی ته مگردهغه عملونو چه دوی ئی کوی ﴿۱۴۷﴾
اوجوړکړو قوم د موسیٰ علیه السلام پس دتلودهغه نه دکالو ددوی نه سخی یوه جوسه وه چه هغی له آواز وو آیا دوی سوچ نه کؤو چه دا سخی خبری نشی کولی دوی سره اونه خودلی شی دوی ته څه لار دفائدی اونیوو دوی هغه لره په خدائی سره او وو دوی ظلم کؤونکی په شرک سره ﴿۱۴۸﴾
[۱۴۶] مخکښی آیت کښی ترغیب شو دپاره دعمل په تورات باندی نوپه دی آیت کښی زورنه ده دپاره دهغه چاچه هغوی دکتاب د اللّه تعالٰی نه مخ اړوونکی دی دوجی دضد اوعناد نه اوروستوجملی دلالت کوی ددوی په عنادکولوباندی دا آیت دلیل دی په دی خبره چه دچاپه زړه کښی څه تکبروی نوهغه دپوهی دکتاب اللّه نه محرومه وی اوعلماؤ هغه نه صفات ذکر کړی دی چه هغه منع کوونکی دی دپوهی دقرآن نه چه هغه په اتقان ج ۲ صفحه ۲۳۲ دسیوطی اوالبرهان ج ۲ ص ۱۸۰ دزرکشی کښی ذکر دی -
[۱۴۷] دی آیت کښی ویره اخروی ده دپاره دمنکرینو (وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ) کښی اشاره ده چه ددوی نه امید دتوبی کولو نیشته ځکه چه آخرت نه منی نومراد دادی چه سره دتکذیب نه مړشی بغیر دتوبی کولو نه - (أَعْمَالُهُمْ) مراد ددی نه نیک عملونه دهغوی دی لکه صله رحمی اوصدقه کول اوښه اخلاق دهغوی -
[۱۴۸] دابله واقعه ده په وخت دسفرکولو د موسیٰ علیه السلام کښی میقات اول ته اوددی تفصیل په سورة طٰهٰ ۸۵ کښی شته دا آیت دلیل دی په دی خبره چه هغه سخی د سامری صرف جوسه وه او آواز دسخی تری نه وتلو دهغی نه غوښه او وینه نه وه جوړه شوی اودا قول غوره دی اوپه دی آیت کښی دمعبود حق دوه صفات ذکردی اول داچه هغه له به صفت دکلام وی (حُلِيِّهِمْ) داگرچه مستعاروؤ لیکن روستودهلاکت دفرعونیانونه هغه میراث او ملکیت د بنی اسرائیلو اوگرځیدلو لکه په سورة دخان (۲۸،۲۵) کښی دی (لَا يُكَلِّمُهُمْ) داصریح دلیل دی چه اللّه تعالٰی لره صفت دکلام شته دی ځکه چه دا وصف دمعبودیت دی -