قَالَ الْمَلَأُ ۳۵۸ الأعراف

وَلَمَّا سُقِطَ فِي أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْا أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوا قَالُوا لَئِنْ لَمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۱۴۹﴾ وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِنْ بَعْدِي أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۵۰﴾

اوهرکله چه اوغورځولی شو ددوی په مخکښی او دوی پوهه شو چه یقیناً گمراه شوی دی دوی نواووی دوی که رحم اونه کړو په مونږه باندی رب ځمونږه او بخنه ئی اونه کړه مونږخامخا به شو مونږه د تاوان والو نه ﴿۱۴۹﴾
اوهرکله چه واپس شو موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته غصه وو او غمژن وو نو اووئیل ئی بد دی هغه کار چه کړی دی تاسو ځما نه روستو آیا تلواراوکړو تاسو دوعدی درب ستاسونه اوکیخودلی ئی تختئ او اونیولوئی سر درور خپل راښکلوئی ځان ته اووی هارون علیه السلام ای ځویه دموریقیناً‌ دی قوم کمزوری گنړلی وومه زه او نزدی وه چه زه ئی وژلی وی پس مه خوشحالوه زما په وجه دشمنان اومه گنړه ما سره دقوم ظالمانونه ﴿۱۵۰﴾

[۱۴۹] ددی یومطلب دادی چه موسیٰ علیه السلام هغه سخی اوسیزلو اوایری دهغی ئی دریاب ته اوغورځولی لکه په سورة طٰهٰ (۹۸) کښی دی - دوهم مطلب دادی چه هرکله دوی ښپیمانه شو په عبادت سخی ځکه چه غورځیدل کنایه ده د ښپیمانه کیدلونه او سبب د ښپیمانئ روستو آیت کښی ذکر دی (قَالُوا) دا ذکر دتوبی د بنی اسرائیلو دی دعبادت دسخی نه اوداسبب دعفو دی چه په سورة بقره (۵۲) کښی ذکردی - (يَرْحَمْنَا) دلته رحم په معنیٰ د اجابت دتوبه دی اوهغه مقدم دی په مغفرت باندی - اوهرکله چه رحم په معنیٰ دبچ کولووی دگناه نه نوبیا مغفرت مقدم کیږی په رحم باندی لکه په دعا د آدم علیه السلام سورة اعراف (۲۳) کښی - اونورځایونه هم داسی ‌ډیرذکر دی -
[۱۵۰] دکتاب ورکولونه روسته اللّه تعالٰی ده ته خبرورکړو په باره دشرک دقوم د هغه کښی ددی وجی نه هغه غصه او واپس شو - اواصل ترتیب د واقعی سورة طٰهٰ کښی ذکر دی - چه اول خطاب ئی دقوم سره اوکړو بیا دهارون علیه السلام سره بیا دسامری سره - اودی سورت کښی ترتیب مقصود نه دی (خَلَفْتُمُونِي) خطاب دی عبادت کوونکو دسخی ته یعنی شرک دتوحید په ځای کیښودل داناکاره خلافت دی یا خطاب دی هارون علیه السلام ته اونورو مشرانو چه تاسو زما صحیح خلافت نه دی کړی ځکه چه تاسودشرک نه منع نه ده کړی (أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ) تلوار نه مراد بدلول او امر نه مراد دین دتوحید دی یا امرنه مراد وعده دڅلویښتو ورځو ده او داسی په سورة طٰهٰ (۸۶) کښی ذکر دی (وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ) مراد ددی نه کیخودل دی په حالت دغصه کښی غورځول په بی ادبئ سره نه دی مراد ځکه چه دا د نبی دشان سره نه ښائیی اودارنگ صحیح دلیل نیشته په دی خبره چه څه تختی دهغی ماتی شوی دی (وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ) دا نیول دوجی دغصی نه دی دخپل گمان دوجی نه دپاره د ذلیل کولو اوسورة طٰهٰ کښی ذکر شوی دی چه سراوگیره دواړه وؤ لیکن په هغی کښی تصریح نیشته په نیولودگیری باندی صرف لاتأخذ ذکر دی او هغه صریح نه دی - (ابْنَ أُمَّ) هارون علیه السلام د موسیٰ علیه السلام سکه رور وؤ موراوپلارئی شریک وؤ لیکن ذکر دمورئی صرف درحم دوجی نه کړی دی (وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي) دادلیل دی په دی خبره چه هارون علیه السلام دوی ته مسئله دتوحید ښه په وضاحت سره بیان کړی وه ځکه دوی دهغی قتل ته تیارشول (تُشْمِتْ) شمائة خوشحالی ښکاره کول په بدحالئ ددشمن باندی اشاره ده چه اختلاف دمؤحدینو په کورنئ کښ سبب دخوشحالئ د مشرکینودی ددی وجی نه حرام دی -