قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۱۵۱﴾ إِنَّ الَّذِينَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُفْتَرِينَ ﴿۱۵۲﴾ وَالَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِهَا وَآمَنُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۵۳﴾
اووی موسیٰ علیه السلام ای ربه ځما بخنه اوکړه ماته او رور ځماته او داخل کړه مونږه په خاص رحمت خپل کښی اوته ئی زیات مهربان د مهربانونه ﴿۱۵۱﴾
یقیناً هغه کسان چه نیولی دی سخی په خدائی سره زردی چه اوبه رسی دوته غضب دطرف درب ددوی نه اوذلت په ژوند دنیوی کښی اودغسی سزا ورکؤو دروغ جوړونکو ته ﴿۱۵۲﴾
اوهغه کسان چه عملونه کوی ناکاره بیاتوبه اوباسی پس ددی عملونونه اوایمان ئی راوړو یقیناً رب ستا پس ددی توبی نه خامخا بخونکی او رحم کوونکی دی ﴿۱۵۳﴾
[۱۵۱] دا دعا ددی وجی نه ده که د موسیٰ علیه السلام نه په حالت دغصه کښی څه قصورشوی وی اودهارون علیه السلام نه په باره داصلاح دقوم کښی څه کوتاهی شوی وی نوهغه معاف کړی دا مستلزم نه دی چه دوی دِ گناه کړی وی -
[۱۵۲] دی آیت کښی زورنه ده هغه بنی اسرائیلو ته چه دعبادت دسخی نه ئی توبه نه وی کړی لکه سامری او دهغه ملگری اوهغه اولاد د بنی اسرائیلو چه په دی عمل باندی راضی وی (وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُفْتَرِينَ) امام مالک رحمة اللّٰه علیه نه روایت دی چه مفترین نه مراد مبتدعین دی اوهربدعتی دهغه په سرباندی ذلت وی اوابن کثیرنقل کړی دی دحسن بصری نه چه ذلت دبدعت به ددوی په اوږوباندی وی اگرچه په خچر اوترکی اسونوباندی دوی سواره وی -
[۱۵۳] دا آیت ترغیب دی توبی ته پس دشرک نه - اوپه دی کښی اشاره ده قرب دتوبی ته یعنی مخکښی دمرگ نه -