قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۰ الأعراف

وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ ﴿۱۵۴﴾ وَاخْتَارَ مُوسَى قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلًا لِمِيقَاتِنَا فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُمْ مِنْ قَبْلُ وَإِيَّايَ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاءُ مِنَّا إِنْ هِيَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَنْ تَشَاءُ وَتَهْدِي مَنْ تَشَاءُ أَنْتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ ﴿۱۵۵﴾

اوهرکله چه په آرام شوه د موسیٰ علیه السلام نه غصه راواخستی ئی تختی اوپه لیکی شوی دهغی کښی هدایت وو اورحمت وو هغه خلقو لره چه هغوی خاص درب خپل نه ویره کوی ﴿۱۵۴﴾
اوغوره کړل دخپل قوم نه موسیٰ علیه السلام اویا سړی دپاره دوخت مقررځمونږ پس هرکله چه اونیول دوی لره زلزلی اووی موسیٰ علیه السلام ای ربه ځما که تا غوښتی وی نو هلاک کړی به وی تادوی مخکښی ددی نه او مالره ایا هلاکوی ته مونږلر ه په هغه کارچه کړی دی کم عقلو زمونږ نه نه دی دا مگرامتحان ستادی گمراه کوی په دی سره چاله چه اوغواړی اوهدایت کول چالره چه اوغواړی ته مددگار ځمونږه ئی پس بخنه اوکړه مونږته اورحم اوکړی په مونږه باندی اوته غوره دبخونکونه ئی ﴿۱۵۵﴾

[۱۵۴] داآیت دلیل دی په دی خبره چه موسیٰ علیه السلام کوم الواح ایښی وؤ نو هغه ټولی ئی راواخستی نومعلومه شوه چه دهغی نه هیڅ نه وؤ مات شوی ځکه اکثره قاعده داده چه معرفه معاد شی معرفه ته نودوهم بعینه اول وی نوکومی الواح چه کیخودلی وی بعینه هغه ئی را واخستلی - سکوت، سکون اوزوال ته وئيلی شی نوصفت دغضب دپاره کیدی شی اوسکت په معنیٰ دترک کلام سره راځی هغه دلته مراد نه دی - (يَرْهَبُونَ) اشاره ده چه رهبت سبب دی دپاره دفائدی اخستلودکتاب اللّه نه (نُسْخَتِهَا) کښی اشاره ده چه موسیٰ علیه السلام لره لیکلی شوی کتاب (تختی) ورکړی شوی وؤ -
[۱۵۵] ددی آیت نه شپږم مقام دی تر (۱۶۸) پوری په دی کښی ذکر ددوهم میقات دی اونزول دعذاب دی اودعا د موسیٰ علیه السلام ده اوبیا صفات دآخری نبی دی اوذکردرسالت دهغه دی بیا تذکیر دی په نعمتونواوعذابونو سره - ددی زلزل راتلو سبب سورة بقره (۵۵) کښی تیرشوی دی - تندرپه دوی باندی دبری طرف نه راغی زلزله دلاندی نه یامراد درجفی نه فیل کیدل دزړونودی دوجی دتندر نه (قَوْمَهُ) مِنْ دلته پټ دی یاداچه سبعین عطف بیان یابدل دی قومه نه بیاتقدیردمِنْ ته حاجت نیشته (لِمِيقَاتِنَا) د ا میقات دوهم دی دپاره دتعلیم دطریقی دتوبی دعبادت دسخی نه (لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُمْ) مقصد دادی چه ددی وخت نه مخکښی هم تا دوی دهلاکت نه بچ ساتلی دی نواوس هم دوی بچ کړی دهلاکت دائمه نه یعنی دوی ژوندی کړی نوداسفارش دی دپاره دژوندی کولو دهغوی (بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاءُ) دا اجتهاد د موسیٰ علیه السلام وؤ چه نسبت ددی عذاب ئی هغه چاته اوکړو چه هغوی دسخی عبادت کړی وؤ - یامراد سُّفَهَاءُ نه بعضی کسان دی ددی اویاء‌ سړونه چه هغوی سوال کړی وؤ دلیدلو د اللّه تعالٰی اونورکسان پری غلی شول نوعذاب په ټولو راغی -