وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاءُ وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۵۶﴾ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۵۷﴾
اوتوفیق راکړه مونږلره په دی دنیا کښی دنیکو کارونواوپه آخرت کښی (ښائسته بدله) یقیناً مونږه توبه کړی ده تاته اوفرمائیل اللّه تعالٰی عذاب ځما رسوم هغه چاته چه اوغواړم اورحمت ځما رسیدلی دی هرڅه ته پس خامخابه خاص کوم دارحمت هغه چالره چه ځان ساتی دشرک نه اوورکوی زکوٰة اوهغه کسان چه هغوی په آیتونو ځمونږ ایمان راوړی ﴿۱۵۶﴾
داهغه کسان دی چه تابعداری کوی درسول نبی امی هغه چه مومی دوی ذکر دهغه لیکلی شوی ددوی سره په تورات اوانجیل کښی حکم کوی دوی ته په هره نیکئ اومنع کوی دوی لره دهری بدئ نه او حلالوی ددوی دپاره پاک څیزونه (په بیان کولوسره) اوحراموی په دوی باندی گنده څیزونه (په بیان کولوسره) اولری کوی ددوی نه درانه حکمونه ددوی او هغه سختی سزاگانی چه وی په دوی باندی پس هغه کسان چه ایمان ئی راوړی په دی پیغمبراو ملگرتیا ئی کړی ده دده او امدادئی کړی دی دده اوتابعداری کړی ده دهغی رنړا چه نازل کړی شوی ده په ده باندی نودغه کسان خاص دوی کامیاب دی ﴿۱۵۷﴾
[۱۵۶] مراد د (حَسَنَةً) نه توفیق دنیکو اعمالو دی اوهغه ژوند ددنیا چه صرف کولی شی دپاره دآخرت (عَذَابِي) اشاره ده چه نیول په گناه سره او عفوکول په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی (وَرَحْمَتِي) یعنی دعذاب نه بچ کول رحمت د اللّه تعالٰی دی - اومراد ددی نه رحمت عامه دنیویه دی اوداسی په سورة مؤمن (۷) کښی دی - (يَتَّقُونَ) مراد ددی نه دټولو اقسامو دشرک اوکفر او گناهونو کبیره نه بچ کیدل دی - (يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ) هرکله چه ادا د زکوٰة په بنی اسرائیلو باندی ډیرگران وؤ ځکه دهغی تخصیص ئی اوکړو ابن کثیروئیلی دی چه مراد ددی نه عام دی چه زکوٰة دمال وی اوکه دنفس وی (بِآيَاتِنَا) ټول احکام منزله مراد دی چه په تورات کښی وؤ یاانجیل یا قرآن کښی (وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ) بعضی مفسرینووئیلی دی چه دانازل شو نوابلیس اووئیل ځه هم طمع کوم دهغه رحمت نوپه هغی باندی رد اوکړی شوپه دی قول سره چه (فَسَأَكْتُبُهَا) بیا یهودیانو اونصاراؤ دعویٰ اوکړه ددی صفاتو چه داپه مونږکښی شته دی نو اللّه تعالٰی نازل کړو ورپسی آیت چه په هغی کښی رحمت د اللّه تعالٰی خاص کړی شوپه آخری امت پوری دوجی د الذین یتبعون اه نه -
[۱۵۷] هرکله چه یهود اونصاریٰ دعویٰ اوکړله چه تیرشوی دری صفتونه په مونږکښی موجود دی نورحمت په مونږپوری خاص دی نوداصفت ئی ذکرکړو چه هغوی ترینه خارج شی په دی آیت کښی دآخری نبی چه لس صفات ذکردی نودغسی صفات دهغه په تورات او انجیل کښی هم ذکروؤ (الرَّسُولَ) په اعتبار دپیغام راوړلو دی د اللّه تعالٰی دطرف نه اونبی په اعتباردخبروکولودی امت ته اوپه اعتباردلوی مرتبی سره - اوامی صفت دمدحی دهغه دی دادبل چادپاره دمدحی صفت نشی کیدی اوپه دی صفت کښی معجزه ده اودهغی تفصیل وجی تفسیرسراج المنیرلیکلی دی اوبل قول دادی چه امی منسوب دی ام القریٰ ته (يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا) یعنی نوم اوصفات دهغه اودلیل په دی باندی حدیث دمسنداحمد دی چه ابن کثیرهغی ته حدیث جید وئیلی دی اویهودنصاریٰ اگرچه په تحریف د هغی کښی ډیرکوشش کړی دی لیکن بیاهم داسی عبارت موجود دی چه دلالت کوی په رسالت دنبی آخرالزمان باندی (يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ) دعطاء نه نقل دی چه معروف کښی ترک دشرکیاتو اوښائسته اخلاق او صله رحمی ساتل داخل دی اومنکرکښی ټول شرکیات اوقطع دصله رحم داخل ده (وَيُحِلُّ) نسبت دحلال اوحرمت نبی ﷺ ته په طریقه دبیان کولوسره دی نه په طریقه دتشریع سره په دلیل دحدیث دبخاری ج ۱ ص ۴۳۸ په باره دنکاح کولو دعلی رضی اللّه عنه دلوردابوجهل سره (الطَّيِّبَاتِ) مراد ددی نه هغه څیزونه دی چه مشرکینو اویهود اونصاراؤ بغیرددلیل نه په ځان باندی حرام کړی وؤ چه هغی ته تحریم دغیراللّه وئیلی شی او (خَبَائِثَ) نه مراد خنزیر، وینه ، ربوا وغیره ده چه یهود ونصاراؤ ځان له حلال کړی دی یامراد ددی نه عام دی ابن کثیردبعضی علماؤ نه نقل کړی دی چه هغه څیزچه شرعاً حلال وی نوهغه طیب دی اوبدن او دین لره نفع ورکوونکی دی اوهغه څیزچه حرام دی شرعاً نوهغه خبیث او ضرر ورکوونکی ددین اودبدن دی (إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ) دی دواړوکښی فرق دادی چه اصرهغه گناهونوته وائی چه هغه بغیردتوبی نه نه معاف کیږی اواغلال نه مراد سختی سزاگانی دی په سبب دبدو عملونو ددوی (وَعَزَّرُوهُ) ددی نه مراد حفاظت ددین د رسول اللّٰه ﷺ دی په ردکولودمشرکانو اومبتدعینوسره (وَنَصَرُوهُ) ددی نه مراد اشاعت ددین د رسول اللّٰه دی په جهاد اوپه قتال سره - حاصل دادی چه دعا د موسیٰ علیه السلام دهغه قوم ته هم فائده ورکړه لیکن خاصه فائده ئی دنبی ﷺ امت ته ورکړه -