قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۲ الأعراف

قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵۸﴾ وَمِنْ قَوْمِ مُوسَى أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ ﴿۱۵۹﴾ وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانْبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۶۰﴾

اوایه: ای ټولوخلقو یقیناً‌ زه رسول د اللّه یم تاسوټولوته (اوبیان کوم) چه اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه خاص هغه لره بادشاهی دآسمانونو اود ځمکی د ه نیشته حق دار دبندگئ‌ بغیردهغه نه ژوندی کول او مړه کول کوی پس ایمان راوړئ‌ په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه چه نبی امی دی چه هغه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه احکامودهغه اوتابعداری اوکړئ‌ دهغه دی دپاره چه هدایت امومئ ﴿۱۵۸﴾
اوبعضی دقوم د موسیٰ علیه السلام نه یوه ډله ده چه بیان کوی دحق اوپه حق سره فیصلی کوی ﴿۱۵۹﴾
اوتقسیم کړل مونږدوی دولس خاندانونه ډلی او وحی اوکړه مونږه موسیٰ علیه السلام ته کله چه اوبه اوغوښتی دهغه نه قوم دهغه چه اوهه په همسا خپلی سره دغه گټه پس راووتی دهغی نه دولس چینی یقیناً پیژندلو هری ډلی گودرخپل اوسوری کړومونږپه دوی باندی دوریځ اوراولیږل مونږپه دوی باندی تورنجبین او مړزان (اووی مونږه) خورئ دمزیدار هغه نه چه درکړی دی مونږتاسوته اونه وو کړی ظلم دوی په مونږه لیکن دوی په ځانونوخپلوباندی ظلم کوؤ ﴿۱۶۰﴾

[۱۵۸] هرکله چه صفات د نبی ﷺ ذکر شول نواوس ذکرکوی دعوت عامه دهغه سره دذکردمقصد درسالت نه چه هغه توحید دی اوامردی په ایمان او اتباع دهغه سره دپاره دحصول دهدایت اوپه دی آیت کښی بیان دعموم درسالت دآخری پیغمبردی یهود اونصاراؤ وغیره ټولوانسانانوته ترقیامته پوری اوداسی په سورة العمران (۲۰) اوانعام (۱۹) کښی دی (الَّذِي) سره بیان دهغی مسئلی دتوحید دی چه په هغی سره دا نبی ﷺ رالیږلی شوی وؤ اول توحید دربوبیت دوهم توحید دالوهیت دی (يُؤْمِنُ بِاللَّهِ) دادلیل دی په دی خبره چه پیغمبرهم مکلف دی په احکامود اللّه تعالٰی سره اودارنگ ددی نبی عقیده هم دخپل دعوت سره موافق ده -
[۱۵۹] دی آیت کښی اشاره ده چه بنی اسرائیلو نه داسی خلق شته دی چه دآخری نبی تابعداری دوی په زمانه د موسیٰ علیه السلام کښی وؤ اودارنگ په زمانه دنبی اخرالزمان کښی هم وؤ -
[۱۶۰] هرکله چه عموم درسالت د آخری نبی اودعوت دهغه ذکرشو نواوس بنی اسرائیلو ته تذکیربالنعم والنقم ذکر کوی دپاره دترغیب او تخویف تر(۱۶۸) پوری نوپه دی آیت کښی تذکیر دی بنی اسرائیلوته په څلوروانعاماتوسره - اول انعام تقسیمول ددوی وؤ په دولس جماعتونوکښی دتنظیم دپاره - دوهم انعام اوبه راویستل دگټی نه دریم سوری کول دوریځ څلورم انعام من او سلویٰ (فَانْبَجَسَتْ) انبجاس په معنیٰ دلږی لږی اوبوراوتلو دی اوانفجارپه معنیٰ دډیرو اوبو راوتلو دی نواول اوبه لږی لږی راوتی بیاډیری شوی او ددی انعاماتوذکر په سورة بقره (۶۰،۵۷) کښی تیرشوی دی (اثْنَتَيْ عَشْرَةَ) حال دی او (أَسْبَاطًا) بدل دی دحال نه او (أُمَمًا) صفت داسباط دی - فائده: په سورة بقره کښی مقصد تفصیل د انعاماتووؤ دکمال دانعام دپاره ئی هلته انفجار ذکر کړو اودلته انبجاس ذکر شو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>