قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۳ الأعراف

وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ اسْكُنُوا هَذِهِ الْقَرْيَةَ وَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا حِطَّةٌ وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَغْفِرْ لَكُمْ خَطِيئَاتِكُمْ سَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۶۱﴾ فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَظْلِمُونَ ﴿۱۶۲﴾ وَاسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ لَا تَأْتِيهِمْ كَذَلِكَ نَبْلُوهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۱۶۳﴾

اوکله چه اوئیلی شو دوی ته اوسئ په دی کلی کښی اوخورئ دهغی نه کوم ځای کښی موخوښه وی اووائ لفظ د حِطة او ورننوځی دراوزی ته سرخکته کوونکی (په تعظیم سره) اوبه بخو مونږتاسوته گناهونه ستاسو، خامخا زیات به کړو ثواب دښائسته عمل کؤونکو ﴿۱۶۱﴾
پس بدل کړه هغه کسانو چه ظلم ئی کړی وو ددوی نه وینا (وائی خسته) غیردهغی نه چه وئیلی شوی وه دوی ته پس را اولیږلومونږپه دوی باندی سخت عذاب (مقررشوی) دبری نه په سبب دهغی چه دوی ظلم کوو ﴿۱۶۲﴾
اوتپوس اوکړه ددوی نه په باره دهغی کلی چه وو په غاړه ددریاب کله چه دوی تیروتل کول (دحدشرعی نه) په ورځ دخالی کښی کله چه راتلل دوی ته مهیان ددوی په ورځ دخالی کښی ښکاره اوکله به چه ورځ دخالی نه وه په دوی باندی نه به راتلل دوی ته دغسی ازمیښت کوو مونږپه دوی په سبب دهغی چه دوی وتل دحکم د اللّه تعالٰی نه ﴿۱۶۳﴾

[۱۶۱] دی کښی ذکرد پنځم انعام دی چه مشتمل دی په څلورو اوامروباندی دوه انعامات دی اودوه احکام دی تفسیرئی تیرشوی دی سورة بقره (۵۸) کښی سورة بقره کښی داخلیدل ذکرکړی وؤ اودلته کښی ئی اوسیدل ذکر کړه ځکه داخلیدل مخکښی وی د اوسیدلونه اوترتیب قرآن کښی سورة بقره مخکښی ده په دی سورة باندی -
[۱۶۲] داتذکیر دی په اول عذاب سره تفسیرئی بیان شوی دی په سورة بقره (۵۹) کښی اوسبب ددی عذاب تبدیل دقول شرعی اوعمل شرعی دی اوپه دی آیت کښی او سورة بقره (۵۹) کښی اختلاف دعبارت دی په اته طریقوسره چه دهغی تفصیل په سورة بقره کښی ذکردی -
[۱۶۳] داتذکیر دی په دوهم عذاب سره چه سبب ئی حیله کول وؤ - اودا واقعه یهودانو پټوله دوجی دشرم نه نوځکه اللّه اوفرمائیل (وَاسْأَلْهُمْ) او ددی کلی نوم ایکه وؤ اودی زمانه کښی هغی ته عقبه داؤد وائی - دی آیت کښی اشاره ده چه کله اللّه تعالٰی امتحان کوی نوحرام څیزونه ډیرکړی اوحلال کم کړی - دوهم په دی آیت کښی اشاره ده چه حیلی کول په احکاموشرعیو کښی دی ته عدوان وائی اودا حرام دی - اهل علم وائی چه هرهغه حیله چه حکمت شرعیه باطلوی یاپه هغی سره رسیدل کیږی حراموته نوهغه ناجائزده بالاتفاق مثال دهغی په دی زمانه کښی حیله داسقاط مروجه ده چه په دی سره حکمت شرعی ته نقصان رسی ځکه چه خلق په دی سبب زړه ورشی په پریښدلودمانځه اودغسی دنورو فرائضو بل داچه فدیه شرعیه دمانځه او دروژی داحق دفقیرانو دی اوددی حیلی په وجه ئی مالداروته اخستل جائزکوی نودا حیله حرام ده اوبدعت دی اوداسی په سورة بقره (۶۵) کښی تیرشوی دی (وَاسْأَلْهُمْ) مراد دسوال نه توبیخ او تقریردگناه ددوی دی اوپه دی واقعه کښی دلیل دی په صدق د نبی ﷺ چه امی وؤ چه دا واقعه ئی نه دچانه اوریدلی ده اونه ئی لوستلی ده اوعلماء یهودو ته ئی وریاده کړله (حَاضِرَةَ الْبَحْرِ) مراد ددی نه بحرقلزم دی اومراد دحاضره نه مجاور (په غاړه) دی ځکه چه حضورنقیض (مقابل) دغیبت دی ددی وجی نه غائب شخص ته حضور اوحضرت وئیل موهِم شرک دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>