قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۴ الأعراف

وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۱۶۴﴾ فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۱۶۵﴾ فَلَمَّا عَتَوْا عَنْ مَا نُهُوا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ ﴿۱۶۶﴾ وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۶۷﴾

اوکوم چه اووی یوی ډلی ددوی نه ولی وعظ کوئ‌ هغی قوم ته چه اللّه تعالٰی به هلاک کړی هغوی یابه عذاب ورکړی عذاب سخت، دوی اووی دپاره دعذرپیش کولو رب ستاسوته اوامید دی دوی به بچ شی (ددی گناه نه) ﴿۱۶۴﴾
پس هرکله چه هیرکړودوی هغه حکم چه بیان شوی وو دوی ته نوبچ کړل مونږه هغه کسان چه منع ئی کوله دبدئ‌ نه اواونیول مونږه هغه کسان چه ظلم ئی کړی وو په عذاب سخت سره په سبب ددی چه دوی نافرمانی کوله ﴿۱۶۵﴾
پس هرکله چه دوی نافرمانی اوکړه دهغه نه چه دوی منع شوی وو دهغی نه نواووی مونږه دوی ته شئ شادوگان ذلیل ﴿۱۶۶﴾
اوکله چه اعلان اوکړورب ستا چه خامخا رالیږی به په دوی باندی ترورځ دقیامت پوری هغه څوک چه رسوی به دوی ته بدعذاب یقیناً‌ رب ستا خامخا زرعذاب ورکونکی اویقیناً هغه خامخا بخونکی رحم کوونکی دی ﴿۱۶۷﴾

[۱۶۴] دا ایت دلالت کوی په دی باندی چه په هغی خلقو کښی دری ډلی شوی یوی ډلی منع کوله ددی حیلی نه اودوهمی ډلی منع کول هغوی لره دتبلیغ ددی مسئلی نه نوهغه مخکښی ډلی ورته جواب اوکړو چه په دی بیان کولوکښی دوه فائدی دی یوفائده زمونږ ‌ذمه واری ادا کول دی چه اللّه تعالٰی زمونږغاړه آزادوی اودوهمه فائده امید دی چه داخلق پوهه شی او ددی گناه نه ځان بچ اوساتی اودریمه ډله هغه وه چه داحیله ئی کوله نوپه آیت (۱۶۳) کښی ذکردحیله گرو وؤ اوپه (۱۶۴) کښی ذکر ددوهمی ډلی (چه منع ئی کوله دوعظ کولونه صراحةً) اودریمه ډله په کښی ضمناً ذکر شوی ده -
[۱۶۵] داآیت دلالت کوی په دی خبره چه دعذاب نه بچ شوی ده صرف اوله ډله اوپه دوهمه ډله هم سخت عذاب راغلی دی چه دهغی علم د اللّه تعالٰی سره دی - نوپه دی آیت کښی مراد د (الَّذِينَ ظَلَمُوا) هغه دوهمه ډله ده - داقول دقرطبی د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت راوړی دی اگرچه دهغه نه ددی خلاف روایت هم شته -
[۱۶۶] په دی آیت کښی عذاب ددریمی ډلی ذکردی اوددوی جرم ددوهمی ډلی نه زیات وؤ ځکه ددوی په باره کښی لفظ د (عَتَوْا) اوفرمائیلو اوعذاب ددوی دهغوی نه سخت وؤ -
فائده: هرکله چه هیلی سره مسخ ددین راځی ددی وجی نه عذاب په مسخ سره ورکړی شودپاره دمناسبت -
[۱۶۷] دی آیت کښی ویره دنیوی ده هغه چالره چه هغوی دین د اللّه تعالٰی بدلوی په حیلووغیره سره چه په دوی باندی به حاکمان مقررشی چه دوی لره به ذلیل کړی اوجزیه به ترینه اخلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>