قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۵ الأعراف
وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الْأَرْضِ أُمَمًا مِنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَلِكَ وَبَلَوْنَاهُمْ بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۱۶۸﴾ فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا الْكِتَابَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَذَا الْأَدْنَى وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِنْ يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِثْلُهُ يَأْخُذُوهُ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِمْ مِيثَاقُ الْكِتَابِ أَنْ لَا يَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوا مَا فِيهِ وَالدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۶۹﴾ وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ ﴿۱۷۰﴾
اوتس نس کړل مونږه دوی په ځمکه کښی مختلفی ډلی بعضی ددوی نه نیکان دی اوبعضی ددوی سیوا ددی نه دی اوازمیښت اوکړو مونږپه دوی باندی په خوشحالولو او په تکلیفونوسره دی دپاره چه دوی راوگرځی (دنافرمانئ نه) ﴿۱۶۸﴾
پس پیدا شول روستو ددوی نه ناکاره خلق وائی خستوکتاب په میراث کښی اخلی (حرام) مال ددی ذلیل ژوند اووائی دوی خامخا بخنه به کیږی مونږته اوکه راشی دوی ته حرام مال دغسی نور هغه هم اخلی آیا نه دی اخستی شوی ددوی نه کلک لوظ په کتاب کښی چه نه به وائی د اللّه تعالٰی په باره کښی مگرحقه خبره اولوستلی دی دوی هغه حکمونه چه په دی کتاب کښی دی اوکور روستنی (جنت) غوره دی هغه خلقولر ه چه ځان ساتی دشرک نه آیا پس عقل نه لرئ تاسو ﴿۱۶۹﴾
اوهغه کسان چه عمل کوی په کتاب د اللّه تعالٰی اوپابندی کوی د مانځه یقیناً نه بربادوو مونږه ثواب دداسی اصلاح کوونکو ﴿۱۷۰﴾
[۱۶۸] دی آیت کښی هم ویره دنیوی ده چه ددغی گناه نه روستو په دوی کښی مختلفی ډلی پیداشوی اوپه ځمکه کښی مختلف مکانونو کی تقسیم شول دپاره ددی چه یوځای کیږی نه اواتفاق ئی رانشی نوداهم عذاب دی اوامتحان اوشو په دوی باندی په نعمتونو اوپه عذابونو سره -
[۱۶۹] ددی ځای نه ترآخره پوری ددی حصی دریم باب دی په دی کښی دیهودیانو یوقول په څلورطریقوسره رد کړی دی اوبیا آیتونه دی چه تعلق لری دسورة د دری واړو دعوو سره اوهغه اوه زواجر دی - اورد دشرک دی تفصیلاً اوپه آخرکښی اداب ددعوت د الی اللّه دی - په دی آیت کښی ذکر دروستو خلقو دی پس دبیان دحال دمشرانو ددوی نه (خَلْفٌ) په سکون دلام سره ناکاره نائبانوته وائی مطلب دادی چه دی روستنو ملایانو ددین په ذریعه حرام مالونه خوړل اووئیل به ئی چه دا مونږته حلال دی ځکه چه مونږبخلی شوی یو - لکه په دی امت هم بعض پیران او ملایان حرام خوری اودابهانه کوی چه دا مونږلره حلال دی زمونږدمرتبی وجی نه اومفسرالوسی ددی په شرح کښی حال دبعضی پیرانو او صوفیاؤ ذکرکړی دی (عَرَضَ) په زور د را سره ټول سامان ددنیا ته وئیلی شی اوپه سکون د را سره سامانونه بغیر دروپو اشرفو نه (أَلَمْ يُؤْخَذْ) دا اول رد دی ددوی په قول باندی چه دوی بخلی شوی وی نوولی ددوی نه دا لوظ اخستلی کیدلو -
[۱۷۰] دی آیت کښی دنیکانوذکردی اودلیل دی په دی خبره چه څوک د اللّه تعالٰی په کتاب باندی عمل کوی اوبیانوی ئی هم اودمانځه پابند وی نودابیان دامرمصلح دی اوښکاره نښه ده دتمسک بالکتاب او هغه اصلاح کوونکی دی اگرچه مخالفین هغوی ته شریان وائی -