قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۶ الأعراف
وَإِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُ ظُلَّةٌ وَظَنُّوا أَنَّهُ وَاقِعٌ بِهِمْ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۷۱﴾ وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ ﴿۱۷۲﴾ أَوْ تَقُولُوا إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِنْ بَعْدِهِمْ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ ﴿۱۷۳﴾
اوکوم وخت چه پورته کړو مونږه غردپاسه ددوی گویا که داچترئ وه اویقین اوکړو دوی چه د ا راپریوتونکی دی په دوی باندی (اووئیل مونږه) اونیسئ هغه کتاب چه درکړی دی مونږتاسوته په کوشش سره اویادوئ هغه چه په دی کتاب کښی دی ددی دپاره چه متقیان شئ ﴿۱۷۱﴾
اوکوم وخت چه واخستو رب ستا دبنیادمو نه دشاگانودهغی نه اولاد دهغی اوحال داچه گواهان کړی وو دوئ په ځانونوځپلو باندی آیا ځه نه یم ستاسورب؟ اووی دوی ولی نه ئی گواهی کوو مونږ (داوعده یاده کړه مونږه) چه اونه وایئ تاسو په ورځ دقیامت چه یقیناً مونږه ددی توحید نه بی خبره وو ﴿۱۷۲﴾
یا اونه وائی تاسو چه یقیناً شرک کړی وو مشرانوځمونږ مخکښی ځمونږنه اومونږه وو اولاد روستو دهغی نه آیا پس هلاکوی ته مونږنه په هغه کارچه کړی دی باطل پرستو خلقو ﴿۱۷۳﴾
[۱۷۱] دا دوهم رد دی د هغوی په قول باندی مطلب دادی که تاسوبخلی شوی ئی نوولی په تاسوباندی دلوظ اخستلو په وخت کی غرپورته کړی شوی وؤ اومجبوره شوئ لوظ کولوته بیا دا آیت صریح دی په دی خبره کښی چه دا غرپه دوی باندی په حقیقت کښی پورته کړی شوی وؤ اوداسی په سورة بقره (۹۳،۶۳) کښی ذکردی (نَتَقْنَا) نتق په لغت کښی څه څیز دویخ نه را ویستل او ویشتل دی دلته مراد پورته کول دی په دلیل دفوق او ظلّه سره او (ظُلَّةٌ) هرهغه څیزته وئیلی شی چه سوری کوی که چت دکوټی وی یاوریځ وی یاچترئ وی -
[۱۷۲] دا دریم رد دی دهغوی په قول باندی که تاسو بخلی شوی ئی نوولی ستاسونه داعهد دتوحید اخستلی کیدو اوبیا ولی ئی په واسطه دپیغمبرانو اودکتابونوسره یادولو - دی آیت کښی وعده دعالم ارواح دوخت مراد ده دهغی په باره کښی اگرچه مرفوع صحیح حدیث نیشته لیکن موقوف صحیح حدیث شته اوپه دی باب کښی موقوف حدیث په شان دحدیث مرفوع قبلیږی حاصل دهغی دادی چه آدم علیه السلام دشانه دهغه ټول اولاد په شکل دنرومیږو راویستلی شو اوهغوی نه دالوظ واخستلی شو اوبعضی مفسرینو ددی آیت نه مراد کړی دی پیدائیش دهربچی په توحید باندی اوهغی نه کنایه کړی شوی ده په لوظ اخستلوسره په اول تفسیر باند دبنی آدم نه مراد آدم علیه السلام دی یاداچه هغه وخت دوی داسی پیداکړل لکه چه روستو په سلسلی سره ئی پیدا کړی دی لکن داقول دصریح حدیث نه خلاف دی اوپه اول قول باندی هم اعتراض دی چه داد فصیح کلام نه خلاف دی چه آدم په ځای ئی بنی آدم ذکر کړی دی -
[۱۷۳] د آیت حاصل دادی چه دمشرکانو نه عهد نه وی اخستلی شوی اودرسول په ذریعه یاداشت نه وی ورکړی شوی نودوی به دوه بهانی کولی یوغفلت (ناخبری) اودوهم تقلید دمشرانوروستو د رالیږلو درسولانونه دچا جهل عذر نه دی اودارنگ تقلید هم جائزنه دی -