قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۷ الأعراف
وَكَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۱۷۴﴾ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿۱۷۵﴾ وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۷۶﴾ سَاءَ مَثَلًا الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَأَنْفُسَهُمْ كَانُوا يَظْلِمُونَ ﴿۱۷۷﴾
او دغسی تفصیلی بیانؤو مونږ آیتونه (دپاره دیاداشت ددوی) او دپاره ددی چه رااوگرځی (حق ته) ﴿۱۷۴﴾
اوبیان کړه په دوی باندی خبردهغه چاچه ورکړی وو مونږهغه ته علم دآیتونوزمونږ پس اووتلو دهغی نه (په پریخودلودعمل سره) پس ورپسی شو شیطان پس شودی دگمراهانونه ﴿۱۷۵﴾
اوکه غوښتی وی مونږنوخامخا پورته کړی به وه مونږه مرتبه دده په عمل دآیتونوسره لیکن دی کوز شو دنیا ته اوروان شوپه خواهش خپل پسی پس حال دده په شان دحال دهغه سپی شو که حمله کوی ته په هغه باندی نوژبه رااوباسی اوکه پریږدی ده لره نوژبه رااوباسی دامثال دهغی قوم دی چه دروغژن گنړی آیتونه زمونږ پس بیان کړه دابیان، دی دپاره چه دوی فکراوکړی ﴿۱۷۶﴾
بد دی په مثال کښی هغه قوم چه دروغژن گنړی ایتونه زمونږ اوپه خپلو ځانونو دوی ظلم کوی ﴿۱۷۷﴾
[۱۷۴] داهم تاکید دماقبل دی یعنی تفصیل د آیاتونو سبب د ازالی دغفلت او درجوع دی د تقلید نه -
[۱۷۵] دا څلورم رد دی په قول دهغوی باندی که تاسو بخلی شوی ئی نوبیا څه وجه ده چه ستاسو عالم دوجی دبد عملئ نه په شانتی دسپی شو - دډیرو صحابه کرامو نه دانقل کړی شوی ده چه دغه عالم بلعام ابن باعوره وؤ چه دی ډیرلوی عالم وؤ دولس زره شاگردان دده په مجلس کښی به وؤ اودعوت کوو ایمان ته لیکن دهغه وخت یوبادشاه ورله دمال حرص ورکړو چه دهغی په وجه ئی د موسیٰ علیه السلام خلاف شروع کړو اودتورات نه ئی مخ اوگرځوو او وئیلی شوی دی چه په دنیا کښی اول ده کتاب لیکلی وؤ په دی مسئله باندی چه ددنیا دپاره څوک جوړوونکی نیشته یعنی دنیا قدیم ده (فَانْسَلَخَ مِنْهَا) انسلاخ په اصل کښی څاروی نه څرمن ویستلوته وئیلی شی یامارچه پوستکی اوغورځوی یعنی ده دکتاب اللّه نه انکار اوکړو اوپه هغه باندی عمل پریخودلو (فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ) اتباع کنایه ده دلزوم نه یعنی شیطان دده په گمراه کولو پسی اونښتلو -
[۱۷۶] (لَوْ شِئْنَا) اشاره ده چه هدایت په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی (لَرَفَعْنَاهُ بِهَا) په عقیده او عمل کولوسره په کتاب اللّه باندی عزت اولویه مرتبه حاصلیږی - دی آیت کښی اول دده دوه گناهونه ذکر کړی شوی دی یومحبت ددنیاسره، اَخْلَدَ کښی میلان اولزوم دواړه داخل دی - بل تابعداری دخواهش او دا دواړه جړ دټولو گناهونو دی - دی دسپی سره مشابه کړی شو په لهث کښی اولهث وائی دی ته چه ژبه ئی راویستلی وی او خوله خوځوی اوهنکیږی لکه چه داحالت دسپی په هروخت کښی وی که ته ئی شړی اوکه نه شړی دارنگ حال دهغه عالم شو چه هغه ته وعظ کیدی شو یانه شو کیدی خودخپل ذلت نه نه منع کیدلو - (إِنْ تَحْمِلْ عَلَيْهِ) تشبیه دمطلق سپی سره نه ده بلکه هغه سپی چه لاهث وی نوښکاری (معلم سپی) ددی نه خارج دی (كَمَثَلِ الْكَلْبِ) په دی کښی دوه قولونه دی اول داچه دی په شکل دسپی لاهث شو یعنی ژبه ئی حقیقت کښی رابهرشوه دوهم قول دا تشبیه ده په صفت کښی یعنی لهث دلالت کوی په ډیرحرص ددنیا او خوراک باندی - فائده: مفسرینو لیکلی دی چه دامثال شامل دی علماؤ ددی امت ته هم چه هغوی په قرآن اوسنت عمل پریخودلی وی اوپه کفرشرک بدعاتو خواهشاتو کښی اخته شی ددنیا دمحبت او دهغی حصول دپاره نوهغه ددغسی سپی سره مشابهت لری - لکه څنگه چه سپی چا پسی (۱) غپیږی خوچه لږخوراک ورته واچولی شی نوغلی شی - او (۲) دارنگ په خپل هم جنسوباندی حمله کوی او (۳) دارنگ خپل قی هم واپس سټی ددی وجی نه په حدیث دبخاری کښی دهغه چامثال ئی سپی سره ورکړی دی چاله چه بخشش یا خیرات ورکړی اوبیائی ترینه واپس اخلی - او (۴) دارنگ چه متیازی کوی نو خپه اوچته کړی اوپه پاک بوټی یا گټ باندی بول کوی ددی دپاره چه ځه پلیت نشم اودا ټول اوصاف دلالت کوی په ډیرحرص او خساست باندی (يَتَفَكَّرُونَ) علامه طیبی لیکلی دی چه چا د دی زمانی په ناکاره ملایانو کښی فکراوکړونویقیناً اوبه مومی دوی دبلعام نه زیات ناکاره -
[۱۷۷] دا آیت دلالت کوی په تعمیم اوتقبیح ددی مثال باندی -