قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۸ الأعراف
مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي وَمَنْ يُضْلِلْ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۷۸﴾ وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۷۹﴾
هغه څوک چه هدایت اوکړی هغه لره اللّه تعالٰی پس هغه لارموندونکی دی اوهغه څوک چه بی لاری کړی هغه لره اللّه تعالٰی پس دغه کسان دوی تاوان والا دی ﴿۱۷۸﴾
اویقیناً پیداکړی دی مونږه د جهنم دپاره ډیردپیریانونه او انسانانونه، دوی لره داسی زړونه دی چه نه پوهیږی په هغی سره (په حق باندی) او دوی لره سترگی دی چه نه وینی دوی په هغی سره (حق لره) اودوی لره غوږونه دی چه نه آوری دوی په هغی سره (حق لره) دغه کسان په شان د څاروو دی بلکه دهغوی نه زیات (ناپوهه) دی دغه کسان هم دوی بی پرواه دی - ﴿۱۷۹﴾
[۱۷۸] دا آیت تعلق لری دسورت داولی دعویٰ سره اودارنگ په دی سورت کښی دوه ډلی ذکر دی چه پس ددی مثال نه دغی ډلی معلومیږی او ددی آیت نه زواجرشروع شول دا اول زجر دی -
[۱۷۹] دا آیت تعلق لری دسورة ددوهمی دعوی سره اودارنگ په تیرشوی آیت کښی چه دوهمه ډله وه دهغئی حال ذکر کوی او دوهم زجر دی - سوال: سورة الذاریات کښی ئی فرمائیلی دی چه جن او انس عبادت دپاره پیداکړی دی او دی آیت کښی ذکر دی چه دوی دجهنم دپاره پیدا دی؟ جواب: سورة الذاریات کښی غایة تشریعی ذکر ده اوپه دی آیت کښی غایة تکوینی ذکر ده (لَهُمْ قُلُوبٌ) اشاره ده چه اسباب دعلم ددوی برباد دی دا په شان دآیت ختم اللّه علیٰ قلوبهم اه دی اوتشبیه په دی آیت کښی دڅاروؤ سره په دی خبره کښی ده چه دهغوی مقصد هم صرف خوراک او څښکاک او شهوت چلول دی دغه مقصد ددی کافرانو هم دی (بَلْ هُمْ أَضَلُّ) دا ددی وجی چه څاروو کښی شعور ددی خبری شته چه دخپلی فائدی اود نقصان په ځایونو پوهیږی دارنگ خپل مالک پیژنی او دهغی تابعدار وی اوپه دی کسانو کښی داسی نیشته -