قَالَ الْمَلَأُ ۳۶۹ الأعراف
وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۸۰﴾ وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ ﴿۱۸۱﴾
او خاص اللّه تعالٰی لره نومونه (اوصفتونه) ښائسته دی پس دعا غواړئ د اللّه تعالٰی نه په وسیله دهغی اوپریږدئ هغه کسان چه کږلیچ کوی په نومونو د اللّه تعالٰی کښی زردی بدله به ورکړی شی دوی ته دهغه عملونو چه دوی ئی کوی ﴿۱۸۰﴾
اودهغه چانه چه پیداکړی دی مونږه یوه ډله ده چه بیان کوی دحق اوپه هغی فیصلی کوی ﴿۱۸۱﴾
[۱۸۰] دا آیت تعلق لری دسورت ددریمی دعویٰ سره چه حاجات صرف دیو اللّه تعالٰی غواړئ اوهغه سره په بلنه کښی شریک مه جوړوئ او دا دریم زجردی - نومونو د اللّه تعالٰی ته حسنیٰ ځکه وائی چه دا دلالت کوی دهغه په پیژندگلئ اوپه توحید اوپه وجود اوپه کمال دهغه باندی - اوبله وجه داده چه دا نومونه د اللّه تعالٰی دپاره په خپله دی اللّه تعالٰی په دی تسمیه کښی هیچ چاته محتاج نه دی (فَادْعُوهُ بِهَا) دا دلیل دی په دی باندی چه په دعا کښی وسیله د اللّه تعالٰی نومونه اوصفات پیش کول په کاردی لکه څنگه چه دقرآن اوسنت په ډیرودعاگانوکښی نومونه اوصفات د اللّه تعالٰی په طریقه دوسیلی سره ذکر دی اوددی ایت په تفسیر کښی قول دامام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه فقهاونقل کړی دی، چه نه دی مناسب هیچ چالره چه دعا اوغواړی د اللّه تعالٰی نه مگرپه نومونو اوصفتونو د اللّه تعالٰی - دارنگ د فادعوا بله معنیٰ داده چه ذکر کوئ اللّه تعالٰی لره په دغه نومونو سره ددی وجی نه ذکر د اللّه تعالٰی اودعا دهغه په لفظ دخدائی سره جائز نه ده صرف د معنیٰ په لحاظ سره داطلاق کولو جواز لری لکه دخالق معنیٰ پیداکوونکی نودمالک معنیٰ خدا ده (يُلْحِدُونَ) کوږوالی په نوم د اللّه تعالٰی کښی په یوڅو طریقوسره دی - یوطریقه شرک کول دی په هغی کښی چه د اللّه تعالٰی نومونه اوصفتونه بل چاله هم منی دوهمه طریقه صفت کول د اللّه تعالٰی دی په داسی صفت سره چه دهغه شان سره نه ښائي اونه نقل وی -
[۱۸۱] دا آیت دلیل دی په دی خبره باندی چه ترقیامته پوری په دی امت کښی داسی کسان به وی چه دعوت به کوی حق طرف ته اومقابله به کوی دملحدینوسره او داسی مضمون په صحیح حدیث کښی هم راغلی دی چه ابن کثیرنقل کړی دی -