قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۰ الأعراف
وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۸۲﴾ وَأُمْلِي لَهُمْ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ ﴿۱۸۳﴾ أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِهِمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۱۸۴﴾ أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ وَأَنْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۸۵﴾ مَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۸۶﴾
اوهغه کسان چه دروغژن گنړی آیتونه زمونږ په رو رو نیسومونږ هغه لره په داسی طریقه چه دوی به نه پوهیږی ﴿۱۸۲﴾
او مهلت ورکوم دوی ته یقیناً نیول ځما کلک دی ﴿۱۸۳﴾
ایا دوی سوچ نه کوی (په قرآن کښی) چه نیشته ددوی په خیرخواه باندی هیڅ لیونتوب نه دی مگر هغه ویره وونکی ښکاره دی ﴿۱۸۴﴾
اوآیا دوی نظرنه کوی (په نظردعبرت) په بادشاهئ دآسمانونو اوځمکه کښی اوپه هغه کښی چه پیداکړی دی اللّه تعالٰی هر شی اوپه دی خبره کښی چه یقیناً نزدی راغلی ده نیټه ددوی پس په کومه خبره باندی پس د قرآن نه دوی ایمان راوړی ﴿۱۸۵﴾
هغه څوک چه بی لاری کړی هغه لره اللّه تعالٰی پس نیشته په لار روانوونکی دهغه اوپریږدئ دوی لره په سرکشئ ددوی کښی گډوډ ﴿۱۸۶﴾
[۱۸۲] دا آیت تعلق لری د سورة داولی دعویٰ سره او دارنگ دا ذکر ددوهمی ډلی دی په مقابله دهغه ډله کښی چه په ړومبی آیت کښی ذکر شوه اوڅلورم زجر دی - استدراج دی ته وائی چه یوانسان گناهونه کوی اوتوبه نه اوباسی اوسره ددی نه اللّه تعالٰی هغه له نعمتونه ددنیا ورکوی اوکله ناآشنا کارونه هم دهغه نه ښکاره کوی اوبیا هم دی د اللّه تعالٰی شکرنه کوی - لکه داسی حالت به ددجال وی -
[۱۸۳] داهم داستدراج یوقسم دی چه مهلت ورکوی او عذاب پری نه راولی اوپه ایت کښی ویره ورکول دی دعذاب دنیوی نه او داسی په سورة العمران (۱۷۸) کښی هم دی -
[۱۸۴] داپنځم زجردی منکرینو درسالت ته چه دوی که په قرآن پاک کی سوچ کړی وی یا ددی نبی په حالاتو صفاتو کښی فکرکړی وی دوی ته به معلومه شوی وی چه دارسول رشتینی دی مجنون نه دی -
[۱۸۵] داشپږم زجردی منکرینو دتوحید ته چه دوی ولی سوچ نه کوی د اسمانونو او دځمکی په نظام چلیدلو کښی اودارنگ په ټولو مخلوقاتو کښی چه دوی ته توحید معلوم شی دارنگ دوی داسوچ ولی نه کوی چه زمونږه نیټه دمرگ یاعذاب رانزدی ده نوچه دهغی نه مخکښی مسئله دتوحید اومنی (حَدِيثٍ) هغه کلام ته وئیلی شی چه نقل کیږی نوقرآن هم داسی دی چه نقل کړی دی جبرائیل د اللّه تعالٰی نه او نبی ﷺ نقل کړی دی د جبرائیل نه داپه معنیٰ دحادث نه دی لکه چه معتزله وائی اوداآیت دلیل دی چه روستو دقرآن نه بل منزل کتاب نیشته او روستو د رسول اللّٰه ﷺ نه بل رسول نیشته -
[۱۸۶] دا اوومه زورنه ده منکرینوته اووجه ده دپاره د سوچ نه کولو چه مخکښی آیت کښی تیرشو اوهغه وجه اضلال او طغیان او عمه (گډوډکیدل) دی -