قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۱ الأعراف
يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلَّا هُوَ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۸۷﴾ قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۸۸﴾
تپوس کوئ دوی تانه په باره دقیامت کښی چه کله به وی راتلل دهغی ته اووایه یقیناً علم دهغی خاص درب ځما سره دی نه به ښکاره کوی هغی لره په وخت دهغی مگراللّه تعالٰی درنه خبره ده په آسمانانو کښی اوپه ځمکه کښی نه به راځی تاسوته مگرناگاهه تپوس کوی دوی ستانه چه گویا که ته تلاش کوونکی دهغی ئی اووایه یقیناً علم دهغی د اللّه تعالٰی سره دی لیکن ډیرخلق نه پوهیږی ﴿۱۸۷﴾
اوایه زه اختیارنه لرم ځان لره دهیڅ نفغی اونه دضرر مگرهغه چه اوغواړی اللّه تعالٰی (نوکوی) اوکه زه پوهیدی په غیب باندی نوخامخا ډیری به حاصل کړی وی ما فائدی په داسی حال چه نه به رسیدلی ماته څه تکلیف نه یم زه مگرویره ورکوونکی اوزیری ورکوونکی هغی قوم لره چه ایمان لری ﴿۱۸۸﴾
[۱۸۷] دا اتمه زورنه ده په باره دانکار دقیامت کښی اوداعلت دسرکشئ دهغوی دی چه مخکښی آیت کښی ذکرشو(يَسْأَلُونَكَ) داسوال په طریقه داستهزاء سره دی او (السَّاعَةِ) قیامت ته وئیلی شی اول ددی وجی نه چه ناگاه واقع کیږی دوهم ددی وجی نه چه دحساب فیصله به کیږی په یوساعت کښی - دریم ددی وجی نه چه سره داوږدوالی نه د اللّه تعالٰی په نیز په شان دیو ساعت دی - (عِنْدَ رَبِّي) یعنی علم د وخت دساعت اللّه تعالٰی ځا ن سره خاص کړی دی هیچاته ئی دغه علم نه دی ورکړی (لِوَقْتِهَا) لام په معنیٰ دفی سره دی (بَغْتَةً) نه مراد غفلت دی دخلقو یعنی خلق به په خپلوکارونو کښی مشغول او غافل وی اگرچه دهغی علامات به راغلی وی - په دی آیت کښی تپوس دوه ځله ذکردی - دی دواړو کښی فرق دادی چه اول تپوس په باره دوقت دقیامت کښی دی اودوهم تپوس په باره د حقیقت او تفصیل د قیامت کښی دی (ثَقُلَتْ) ددی یومعنیٰ داده چه ددی هیبت زیاد دی په آسمانونواوپه ځمکی والوبله معنیٰ داده چه ددی علم پټ دی په آسمانونووالو اوپه ځمکی والو د کوم څیز چه علم پټ وی نودروند وی په نفس باندی (حَفِيٌّ) وئیلی کیږی تلاش کوونکی ته اودارنگ عالم نه مراد دادی چه دوی په تاخیال کوی چه ته عالم ئی په قیامت باندی نوځکه ستانه دهغی تپوسونه کوی -
[۱۸۸] داهم ترقی ده په جواب دسوال مخکښی کښی چه زه ځان لره اختیار نه لرم دنفغی اوضرر دقیامت علم به څنگه اولرم په دی آیت کښی رد دشرک فی التصرف او شرک فی العلم دپیغمبرنه دواړو نه دی - (إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ) دی ته استثناء منقطع وائی معنیٰ داده چه څه اللّه تعالٰی غواړی هغه کیږی اوله وجه داده چه دا استثناء په آیت (۲۱) کښی نیشته اومتصله استثناء لازماً ذکر کیږی بله وجه داچه دمشیت د اللّه تعالٰی دنفعی او ضرر غیر دی (وَلَوْ كُنْتُ) لَو په عربئ کښی دپاره دنفعی استعمالیږی یعنی زه په غیب نه پوهیږم ځکه ماته تکلیفونه رارسیدلی دی په خیرحاصلولو کښی (وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ) داجمله حال دی په طریقه دقید سره دپاره دماقبل یعنی که علم دغیب وی نومابه بی تکلیفه ډیرحاصل کړی وی لیکن نبی ﷺ ډیرتکلیفونه تیرکړی دی -