قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۲ الأعراف

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَتْ دَعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۸۹﴾ فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱۹۰﴾ أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿۱۹۱﴾ وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَا أَنْفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ ﴿۱۹۲﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی ئی تاسو دجنس یونه اوپیداکړی ئی ده ددغه جنس نه بی بی دده دی دپاره چه آرام اوکړی ﴿۱۸۹﴾
پس هرکله چه ورکړو اللّه تعالٰی دوی ته روغ موټ بچی نوجوړکړل دوی اللّه تعالٰی لره شریکان په هغه بچی کښی چه ورکړی ئی دی دوی ته پس لوی دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی ﴿۱۹۰﴾
آیا دوی شریکوی هغه چالره چه نه شی پیدا کولی هیڅ شی اودوی پیدا کړی شوی دی ﴿۱۹۱﴾
اوطاقت نه لری (داشریکان) دی (مشرکانو لر ه) دمدد کولواو نه دخپلوځانونوسره مدد کولی شی ﴿۱۹۲﴾

[۱۸۹] دا آیت تعلق لری دسورة ددوهمی او دریمی دعویٰ سره اوپه آیت کښی نهمه زورنه ده هغه ښځی خاوند ته چه هغوی اولاد د اللّه تعالٰی نه غواړی اوهرکله چه اولاد ئی پیداشی بیا دهغی نسبت د اللّه تعالٰی نه سیوا بل چاته کوی اوشرک کوی (مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ) داسی په سورة نحل (۷۲) او روم (۲۱) کښی دی په معنیٰ دجنس سره نودلته هم په معنیٰ دجنس سره دی اوآیت د بتداء نه ډټولوانسانانوسره تعلق لری اوداقول سمعانی دعکرمه نه نقل کړی دی - فائده: بعضوروایاتوکښی ذکرده چه دا آیت په باره د آدم علیه السلام او حوا کښی دی ابن کثیرپه هغه باندی په تفصیل سره رد کړی دی اول داچه عمربن ابراهیم ته ابوحاتم ضعیف وئیلی دی دوهم داچه دا دسمره نه موقوف نقل دی دریم داچه حسن بصری ددی راوی دی اوهغه په خپله وئیلی دی چه دوهم آیت کښی مراد اولاد آدم او حوا دی اوراوی چه دخپل روایت نه خلاف کوی نودا دلیل دی چه دده حدیث مرفوع ثابت نه دی -
[۱۹۰] پس هرکله چه ورکړو اللّه تعالٰی دوی ته روغ موټ بچی نوجوړکړل دوی اللّه تعالٰی لره شریکان په هغه بچی کښی چه ورکړی ئی دی دوی ته پس لوی دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ورسره شریک جوړوی -
[۱۹۱] دی آیت کښی او ورپسی آیت کښی رد دشرک فی الخالقیت دی یعنی مخلوق دخالق سره نشی شریک کیدلی لکه سورة نحل (۲۰) کښی هم دی -
[۱۹۲] په دی رد دی په شرک فی لاستعانت باندی (وَلَا أَنْفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ) یعنی دخپل ځان نه هیڅ مصیبت ضرر نشی دفع کولی په دی معبودانوباندی مرضونه تکالیف راځی مرگ پری راځی خو دوی ئی دځان نه نشی دفع کولی که څوک ددوی قبرونه ماتوی (یاددوی قبرنړوی) نودوی ئی مدافعت نشی کولی اوداسی وصف والامعبود نشی کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>