قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۳ الأعراف
وَإِنْ تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لَا يَتَّبِعُوكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنْتُمْ صَامِتُونَ ﴿۱۹۳﴾ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۹۴﴾ أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنْظِرُونِ ﴿۱۹۵﴾
اوکه بلئ تاسو دی شرکاؤ لره لارخودنی ته دوی نشی رسیدلی تاسوته برابرحال دی ستاسوکه بلئ تاسو دوی لره اوکه تاسوچپ یئ ﴿۱۹۳﴾
یقیناً هغه کسان چه بلئ تاسو هغی لره (په حاجتونوکښی) سیوا د اللّه تعالٰی نه بندگان دی ستاسو په شان (محتاج دی) پس اوبلئ دوی نو دوی دی څه حاجت پوره کړی ستاسو که تاسو ئی رشتینی ﴿۱۹۴﴾
آیا دوی له خپی شته چه تلی شی په هغی سره آیا ددوی لاسونه شته چه ټینگول کولی شی هغی سره آیا ددوی سترگی شته چه لیدل کوی په هغی سره آیا ددوی غوږونه شته چه اوریدل کولی شی په هغی سره؟ (نیشته) اوایه را اوبلئ شریکان خپل (دپاره دضررځما) بیاچل ول اوکړئ ماسره پس مهلت مه راکوئ ماته ﴿۱۹۵﴾
[۱۹۳] په دی آیت کښی او ورپسی آیت کښی رد دشرک فی الدعا دی (هُمْ) ضمیرراجع دی معبود من دون اللّه ته (إِلَى الْهُدَى) مراد ددی نه طلب دهدایت اوخیردی لکه چه د اللّه تعالٰی طلب دخیر اودهدایت کیدی شی اوهغه اجابت کوی لیکن دامعبودان هیڅ اجابت نشی کولی که بتان وی اوکه قبرونه وی - په دی آیت کښی بل قول دادی چه هم ضمیرمشرکانو ته راجع دی اومراد ددی نه عنادیان مشرکان دی لیکن داد سیاق دکلام نه لری تفسیردی -
[۱۹۴] دا آیت ښکاره رد دی په هغه کسانوچه د بندگانوعبادت کوی که ژوندی وی اوکه مړه وی اودهغوی نه حاجتونه غواړی اوداسی په سورة کهف (۱۰۲) کښی هم دی نودا رد دی په مشرکین بالعباد باندی خصوصاً اشاره ده چه عبدیت منافی دی دمعبودیت سره - اوکه مراد ددی نه بتان شی نوشربینی او رازی وئیلی دی چه مطلب دادی چه تاسوداپه شکل دانسانانوباندی جوړوئ نوکه دوی واقعی ژوندی انسانان شی ستاسوپه شان نوهم ستاسوحاجت روائی نشی کولی (فَادْعُوهُمْ) داپه طریقه دزورنی سره دی - نوددی نه مراد صرف بتان نه دی -
[۱۹۵] دی آیت کښی هم رد دی دشرک فی التصرف اوبیان دعجزدهغه معبودانودی دپاره دتاکید دمخکښی آیت په نفی کولو دڅلورو طاقتونوسره چه ددوی په خپو کښی طاقت درسیدونیشته اولاسونوکښی ئی طاقت د راټینگولو نیشته اوپه سترگوئی طاقت دلیدلونیشته اوپه غوږونوکښی ئی طاقت دآوریدلو نیشته بیا دوی ته رامدد شه وائی - په دی کښی نفی دقید ده فقط ځکه چه د معبودانوددوی خو دا اندامونه شته دی که بتان وی نوهم عابدانوورله جوړکړی دی اوکه مړه وی نوهم دهغوی اعضاء خوشته دی په دی شرط چه خاوری شوی نه وی نونفی دمقید دلته مراد نه ده اوهرکله چه دمددکولودپاره دا څلور قوتونه ضروری دی نودهغی ذکرئی اوکړو (قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ) داجواب دی دسوال دمشرکینو چه هغوی وائی چه دا خبری مه کوه گنی دامعبودان به درته ټکره اورسوی نوجواب اوشو چه دی راوبلئ ماته دضرر رسولو دپاره اوتاسوهم ورسره ملگری شئ اومالره مهلت مه راکوئ زه نه ویریږم -