قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۴ الأعراف
إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ ﴿۱۹۶﴾ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَا أَنْفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ ﴿۱۹۷﴾ وَإِنْ تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَى لَا يَسْمَعُوا وَتَرَاهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿۱۹۸﴾ خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ ﴿۱۹۹﴾
یقیناً بچ کوونکی ځما اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه نازل کړی ئی دی کتاب (په مسئله دتوحید سره) اوهغه بچ کوی ټولونیکانولره ﴿۱۹۶﴾
اوهغه کسان چه را مدد شه وائی تاسو هغی ته سیوا د اللّه تعالٰی نه نه لری طاقت دمددکولو ستاسو او دځانونو سره مدد کولی شی ﴿۱۹۷﴾
اوکه رابلئ تاسو هغی څه دخیرخودلوته دوی نه اوری او خیال کوی ته په دوی باندی چه گوری تاته حال دادی چه دی هیڅ نه وینی ﴿۱۹۸﴾
خوئ اوگرځوه په معافی کولو اوبیان کوه دتوحید اومخ اړه وه د جاهلانونه ﴿۱۹۹﴾
[۱۹۶] دا علت دی ددی خبری چه مؤحد دغیراللّه نه ویره نه کوی اووائی چه بچ کوونکی زما هغه اللّه تعالٰی دی چه قرآن ئی په دی مسئله رالیږلی دی اشاره ده چه قرآن بیان کوونکی او توحید ته دعوت ورکوونکی دصالحینونه دی او اللّه تعالٰی دموحدینو امداد کوی -
[۱۹۷] داهم رد دشرک فی الدعاء دی چه دا معبودان طاقت دهیڅ مدد کولو نه لری نوولی دوی ته رامدد شه وائی دلته (لَا يَسْتَطِيعُونَ) دلیل دی دپاره درد شرک فی الدعاء اوپه (۱۹۲) کښی دلیل درد دمطلق شرک یارد دشرک فی التسمیه وؤ -
[۱۹۸] داهم رد دشرک فی الدعاء دی چه دا معبودان نه ستاسو حال وینی نه ستاسو خبری آوری نوولی دوی ته رامدد شه وایئی (الْهُدَى) مراد ددی نه خیراوفائدی خبره ده (وَتَرَاهُمْ يَنْظُرُونَ) که آیت دبتانو باره کی شی نوهغوی خوبتانولره سترگی جوړی کړی وی ځکه وائی (تَرَاهُمْ) اوکه مراد ترینه مړی شی نوترٰهم خطاب دی مشرک ته اورویت په معنیٰ دعقیدی دی یعنی عقیده دمشرکانو چه دا مړی مونږه وینی اومونږته حاضر او ناظر دی -
[۱۹۹] روستو درد نه په مشرکانوباندی ذکرکوی طریقه درد کولو، ددی آیت نه ترآخره دسورة پوری لس اداب بیانوی دپاره دمبلغ دحق اوپه دی آیت کښی دری آداب ذکر دی (خُذِ الْعَفْوَ) خُذِ نه مراد په عمل کښی راویتسل دی ابن کثیراوابن جریروئیلی دی چه ددی نه مراد معافی کول دمشرکانو دی کله چه هغوی سب او شتم اوظلم کوی نودمؤمنانوعفو کول خوپه طریقه اولیٰ سره داخل دی (الْعُرْفِ) په معنیٰ دمعروف سره ټولوطاعتونوته شامل دی یعنی سره دمعافی کولو دظلم او سختئ نه دمعروف بیان کوه اودبیان نه روستو که هغه بیا ضد اوجهل کوی أَعْرِضْ یعنی دجاهلانو جواب په جهل سره مه ورکوه بلکه په سورة فرقان (۶۲) باندی عمل کوه -