قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۴ الأنفال
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنْتُمْ تَسْمَعُونَ ﴿۲۰﴾ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿۲۱﴾ إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۲۲﴾ وَلَوْ عَلِمَ اللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَأَسْمَعَهُمْ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَهُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۲۳﴾
ای ایمان والو: تابعداری کوئ د اللّه تعالٰی او درسول دهغه اومخ مه اړوئ دهغه نه اوحال دادی چه اورئ تاسو (قرآن او سنت) ﴿۲۰﴾
اومه کیږئ په شان دهغه کسانو چه وائی اوریدلی دی مونږه اوحال داچه دوی نه دی اوریدلی (په زړه سره) ﴿۲۱﴾
یقیناً بدتر دزنده سرو په نزد د اللّه تعالٰی کانړه دی (دحق نه) چاړه گان دی هغه کسان چه نه پوهیږی (په حق باندی) ﴿۲۲﴾
اوکه معلومه وی اللّه تعالٰی ته په دوی کښی طلب دحق خامخا اورولی به ئی وی دوی ته (په پوهه ولو سره) اوکه واوروی اللّه تعالٰی دوی ته (په داسی حال کښی) خامخا دوی به مخ اړوی اودوی همیشه مخ اړؤنکی دی ﴿۲۳﴾
[۲۰] دی ځای نه دوهم باب دی تر څلویښتم آیت پوری په دی کښی څلورقوانین دجهاد ذکر کوی اوپه مینځ کښی ترغیب دی جهاد ته اودپنځم قانون نه روستو اثار دتقویٰ ذکرکوی وجوداً او عدماً اودوه علتونه ذکرکوی اوتخویف دی دپاره دمنکرینو اودوهمه دعویٰ دسورة ده په دی آیت (۲۰) کښی دوهم قانون دی مطلب دهغی دادی چه مجاهد باندی لازم دی چه د اللّه تعالٰی او درسول پوره تابعداری اوکړی - (وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ) مفرد ضمیرئی ځکه ذکرکړو چه طاعت د اللّه تعالٰی او درسول یودی (وَأَنْتُمْ تَسْمَعُونَ) داقید دی دپاره دډیر تاکید یعنی سره دعلم نه اعراض اونه کړئ - اوسماع نه مراد اوریدل دپوهی او د تصدیق کولو دی -
[۲۱] دا دری آیتونه زورنه ده منافقینوته دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک په خولی اقرار کوی چه زه تابعداریم او اُمّتی یم لیکن په هغه باندی ددی اثرنه ښکاری نودا قول بی فائدی دی اودا علامت دنفاق دی (لَا يَسْمَعُونَ) نفی دسماع دقبولیت او دتصدیق ده -
[۲۲] دا دلیل دی د مخکښی آیت دپاره چه دمنافقانو په شانتی مه کیږئ ځکه چه دوی بدتردی اوددی آیت نه معلومه شوه چه عنادی کافر او مشرک د اللّه تعالٰی په نیز دټول مخلوق نه بدتر دی - اودا علت اصلی دی دپاره دقتال ځکه چه شروالا څیزوژل ضروری دی اودا آیت عام دی منافقانو اوښکاره کافرانو ته -
[۲۳] علم (پوهه) د اللّه په باره دخیرکښی کنایه ده دوجود دهغی نه ځکه چه موجود وی نو اللّه تعالٰی به پری خامخا عالم وی اوحاصل ددی جملی دادی که چیری موجود وی په دوی کښی طلب دحق نو اورولی به ئی وی دوی ته په افهام او تصدیق سره ځکه چه په انابت سره هدایت حاصلیږی - اودا جمله جواب دسوال دی یعنی که سوال اوشی چه سره ددی نه چه دوی صم بکم دی لیکن اللّه تعالٰی دی دوی ته اسماع دپوهی ورکړی؟ جواب دادی چه په دوی کښی انابت نیشته دی نوځکه فهم ورته نه حاصلیږی (وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ) دا جواب دبل سوال دی سوال دادی چه دوی اگرچه په حال دضد اوعناد کښی دی لیکن اللّه تعالٰی دی ورته واوروی کنه؟ نوجواب اوشو که په داسی حال (عناد) کښی ورته واوروی نودوی مخ گرځوی معلومه شوه چه په دی آیت کښی دواړه جملی مستقلی دی صغریٰ او کبریٰ نه دی -