قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۵ الأنفال
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾ وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۵﴾
ای ایمان والو: حکم قبلوئ د اللّه تعالٰی اودرسول کله چه راوبلی تاسوهغه څیزته چه ژوندی کوی تاسواوپوهه شئ یقیناً اللّه تعالٰی پرده اچوی په مینځ دسړی اود زړه هغه کښی اویقیناً خاص هغه ته به جمع کړی شئ تاسو ﴿۲۴﴾
اوځان بچ کړئ (په جهاد کولوسره) دهغه عذاب نه چه نه رسی ظالمانوته ستاسونه یواځی اوپوهه شئ یقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوونکی دی ﴿۲۵﴾
[۲۴] دا دریم قانون دجهاد دی اوحاصل ددی دادی چه دجهاد دفرض کیدلوپه وخت کښی نفل کارونه پریږدئ اوپه جهاد کښی ضرور شریک شئ - اودلیل په دی باندی حدیث بخاری دی دابوسعید ابن المعلی نه چه هغه وئیلی دی (ماپه مسجد کښی نفل مونځ کوو پس ماته رسول اللّٰه ﷺ آواز راکړو لیکن ما اجابت اونه کړو چه دمانځه نه فارغ شوم نوورته راغلم اوعذرمی ورته پیش کړو چه ما مونخ کوو نوهغه اوفرمائیل چه تا داآیت نه دی اوریدلی) نومعلومه شوه چه دفرض دکاردپاره هرنفل کارپریخودل ضروری دی - (لِمَا يُحْيِيكُمْ) مراد ددی نه جهاد دی ځکه چه هغه سبب دژوند دی دارنگ ددی نه مراد قرآن کریم اوسنت دی ځکه چه هغه هم سبب دحیات دی (يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ) دپردی اچولو نه مراد مهرلگول دی لکه چه بل ځای دی ته خَتم او طبعَ وئیلی شوی ده داقول دمجاهد دی او ضحاک وئیلی دی چه داعام دی یعنی دمؤمن او دمعصیت او دکافراو د طاعت په مینځ کښی حائل او مانع پیداکوی -
[۲۵] داعطف دی په استجیبوا باندی اوترغیب دی جهاد ته که په ژبی سره وی اوکه په توره وی اوویره دعذاب ده په وخت دپریخودلو ددی جهاد کښی حاصل دادی چه کله په یوځای کښی گناه کیږی اونورخلق دهغی نه منع اونه کړی نوعذاب ددنیا په ټولوباندی عام راځی -