قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۶ الأنفال
وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۲۶﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۷﴾ وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۲۹﴾
اویاد کړئ هغه وخت کله چه تاسو لږوئ کمزوری کړی شوی وئ په ځمکه کښی ویریدئ تاسو چه اوبه تختوی تاسولره خلق پس ځای درکړو تاسولره اوکلک ئی کړئ په مدد خپل سره اوروزی ئی درکړه تاسولره دپاکوڅیزونونه دی دپاره چه تاسو شکراوکړئ ﴿۲۶﴾
ای ایمان والو: خیانت مه کوئ د اللّه تعالٰی او درسول سره اوخیانت مه کوئ په امانتونو خپلوکښی اوتاسوپوهیږئ ﴿۲۷﴾
اوپوهه شئ چه یقیناً مالونه ستاسو او اولاد ستاسوامتحان دی اویقیناً د اللّه تعالٰی سره ثواب لوی دی ﴿۲۸﴾
ای ایمان والو! که ویره کوئ تاسو د اللّه تعالٰی نه نودربه کړی تاسولره فتح اولری به کړی ستاسونه بدئ ستاسو اوبخنه به اوکړی تاسوته او اللّه تعالٰی خاوند دفضل لوی دی ﴿۲۹﴾
[۲۶] دی آیت کښی هم ترغیب دی جهادته اواشاره ده چه دادری انعامات د اللّه تعالٰی دطرف نه په چاباندی وی نوپه هغه باندی جهاد فرض دی اول انعام خپل ځای لکه مدینه منوره، دوهم امداد د اللّه تعالٰی په ظاهری اسبابو سره لکه په بدرکښی، دریم زرق حلال لکه غنیمتونه حلالول - دی آیت کښی دشکرنه مراد جهاد کول دی (يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ) تخطف دی ته وئیلی شی چه ټپوس چرگوړی اوتختوی یاباز خپل ښکارلره په پنجوکښی اوچت کړی -
[۲۷] دا څلورم قانون دجهاد دی چه مجاهد له هیڅ قسم خیانت کول نه دی جائز خیانت د اللّه تعالٰی سره دهغه په حکمونوکښی زیاتی یا کمی کول دی اوخیانت درسول سره دهغه دسنت خلاف کول دی اود اماناتونه مراد هغه ټول حقونه دی چه بنده په هغی سره مکلف دی - خیانت مخالف کول دحق دی په بی لوظئ کولوسره په پټه باندی اودا علامت دنفاق دی داسی راغب په مفردات کښی ذکر کړی دی -
[۲۸] داعلت دمخکښی آیت دی چه خیانت کیږی نو دوجی دمال یا اولاد نه کیږی اوهغه فتنه ده نومراد دفتنی نه امتحان دی یا سبب دوقوع دی په گناهونوکښی اوپه خیانت کولوکښی اوداصفت په مالونوکښی ډیردی په نسبت د اولاد سره اوداسی په سورة منافقون (۹) اوسورة تغابن (۱۵) کښی ذکر دی -
[۲۹] داپنځم قانون دپاره دجهاد دی مطلب ئی دادی چه مجاهد باندی لازم ده تقویٰ کول اوهغه سبب دی بچ کیدلودخیانت او فتنی نه اومراد دتقویٰ نه تابعداری د اللّه تعالٰی ده اوبچ کیدل دنواهی د اللّه تعالٰی نه اوپريښودل د شبهاتودی اوپه دی آیت کښی ددی تقویٰ ئی دری فائدی بیان کړی دی یوفتح حاصلیدل دوهم بدئ او سختئ لری کیدل دریم گناهونه معاف کیدل اوددی نه روستو اثاربیانوی دتقویٰ دشته والی او د نیشت والی (فُرْقَانًا) کښی ډیراقوال دی اودالفظ هغه ټولوته شامل دی یعنی نورپه زړه کښی چه په هغی سره دحق او دباطلی تمیزکیدلی شی، فتح، غلبه وغیره (سَيِّئَاتِكُمْ) گناهونه صغیره او ناکاره صفتونه اوسختئ دری معانوته شامل دی (يَغْفِرْ لَكُمْ) گناهونه کبیره ته شامل دی (ذُو الْفَضْلِ) اشاره ده چه دادری فائدی په فضل د اللّه تعالٰی سره دی صرف په تقویٰ سره نه دی -