قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۷ الأنفال
وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴿۳۰﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَذَا إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۳۱﴾ وَإِذْ قَالُوا اللَّهُمَّ إِنْ كَانَ هَذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِنَ السَّمَاءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۲﴾
اوکله چه جرگه کوله ستاپه باره کښی کافرانو چه قیدکړی تالره یاووژنی تالره یا اوباسی تالره اوچل ول کوو دوی اوپټ تدبیراوکړو اللّه تعالٰی (دبچ کولوستا) او اللّه تعالٰی ډیرښه دی دتدبیرکوونکونه ﴿۳۰﴾
اوکله چه اولوستی شی په دوی باندی آیتونه ځمونږه دوی وائی یقیناً واریدو مونږکه اوغواړو مونږ نو خامخا اوبه وایوپه شان ددی، نه دی دا (قرآن) مگرقیصی دی دمخکنوخلقو ﴿۳۱﴾
اوکوم وخت چه دوی اوئیل ای اللّه تعالٰی که وی داقرآن حق دطرف ستانه پس را اُوره وه په مونږباندی کانړی د آسمان نه یا راکړه مونږته عذاب درد ناک ﴿۳۲﴾
[۳۰] دابیان داثردوجود دتقویٰ دی چه په چاکښی تقویٰ وی نو اللّه تعالٰی ئی دمکرددشمنانونه بچ ساتی بل دا آیت اووم علت دی د اولی دعوی دپاره - مطلب دآیت دادی چه مشرانو په دارالندوه کښی جرگه اوکړه چا وئیل چه د کلی ئی اوباسو خوآخری اتفاق په دی راغی چه دهرقبیلی نه دی یویومشرراشی اوپه یوځای باندی دی په ده حمله اوکړی اوقتل به ئی کړی لیکن اللّه تعالٰی دوی ړانده کړه او رسول اللّٰه ﷺ سره دابوبکر رضی اللّه عنه دشپی ددوی نه اووتلواوهجرت ئی اوکړو اودا سبب شودپاره دغزوه بدر او دغنیمتونو دحاصلولودپاره نوتاسودهغی په باره کښی اختلاف مه کوئ - (وَيَمْكُرُ اللَّهُ) مکرپټ تدبیرکولو ته وئیلی شی که خیراوکه دشروی اود اللّه تعالٰی په صفت کښی په تدبیردخیرکښی استعمالیږی داسی په سورة العمران (۵۴) کښی شته دی -
[۳۱] دا زورنه ده مشرکینوته اواثردی د نیشتوالی دتقویٰ - تیرشوی آیت کښی مکرعملی دمشرکانو ذکروؤ اوپه دی آیت کښی مکرقولی ذکرکوی هغه په مقابله د نبی ﷺ کښی وؤ اوداپه مقابله دقرآن کښی دی (لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا) داقول دوجی دسخت ضد اوعناد نه دی گنی نواعجاز دقرآن کریم دوی ته واضح شوی وؤ اودوی په یوسورة او یو اوپه یوخبری سره هم دقرآن مقابله کولی نشوه (أَسَاطِيرُ) جمع د اسطورت ده مکتوبت (لیکلی شوی ته وائی) یاجمع داسطورده اوهغه جمع دسطرده (کرخی لیکلی شوی) -
[۳۲] داهم زورنه ده منکرینو ته اواثردی دنیشتوالی دتقویٰ اواتم علت دی دپاره داولی دعویٰ - اودا وینا ددوی بناء ده په عناد باندی او دی دپاره چه نور خلق شک کشی واچوی - په کار داوؤ چه دوی وئیلی وی یااللّه که داحق وی نومونږته ددی هدایت اوکړی اودارنگ دعذاب طلب په سورة معارج (۱) او عنکبوت (۵۳) اوپه مخکنوقومونوکښی په سورة شعراء (۱۸۷) کښی ذکر دی -