قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۸ الأنفال

وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿۳۳﴾ وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۴﴾ وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلَّا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۵﴾

اونه وو اللّه تعالٰی چه عذاب ورکړی وی دوی ته اوحال دادی چه ته په دوی کښی وی اونه وو اللّه تعالٰی عذاب ورکونکی دوی ته حال داچه دوی بخنه غواړی ﴿۳۳﴾
اوڅه عذر دی دوی لره چه عذاب به نه ورکوی دوی ته اللّه تعالٰی (اوس) اوحال دادی چه دوی منع کول کوی دمسجد حرام نه اونه دی دوی اختیارمند دهغی مگرمتقیان خلق لیکن ډیرددوی نه نه پوهیږی ﴿۳۴﴾
او نه دی مونځ ددوی دبیت اللّه په خواکښی مگرشپیلئ او لاسونه وهل (ټپول) پس اوڅکئ عذاب په وجه ددی چه تاسوکفرکوو ﴿۳۵﴾

[۳۳] دی آیت کښی دوه جملی دی په جواب ددووسوالونو کښی اول سوال دادی چه هرکله دوی عذاب غوښتو نوولی په دوی باندی عذاب نه راتلو اودا طلب ددوی په هغه وخت کښی وؤ چه نبی ﷺ په مکه کښی وؤ - جواب اوشو چه پیغمبرپه یو قوم کښی موجود وی نوپه هغی عذاب نه راځی - دوهم سوال دادی چه هرکله نبی هجرت اوکړو بیا ولی په دوی باندی زر عذاب نه راتلو بلکه عذاب ددوی غزوه بدر ته روستو کړی شو - جواب اوشو چه دوجی د استغفار غوښتلونه روستو کړی شو اوپه دی استغفار کښی دوه قوله دی اول داچه دی مشرکینو به په طواف کښی وئیل غفرانک نوهغه سبب شو دروستووالی دعذاب، دابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه استغفار اگرچه د فجارو دطرف نه وی خودفع کیږی په هغی سره بعضی شرونه اواضرار (قرطبی) حالانکه په هغی سره پوره عذاب نه دفع کیږی - دوهم قول دادی چه مراد ددی نه استغفار دهغه مؤمنانو دی چه هجرت ئی نه ووکړی دوجی دکمزوروالی نه اوهغه په سورة فتح (۲۵) کښی ذکر دی -
[۳۴] په دی آیت کښی بیان دسبب دهغی عذاب دی چه نازل شو په مشرکانوباندی په بدرکښی اوذکرداثارو دعدم تقویٰ دی (إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ) ددی دوه معنی دی اول داچه اختیارمند دمسجد صرف مؤمنان خلق دی کافران دهغی نه دمنع کولو حق نه لری - دوهمه معنیٰ داده چه دوستان د اللّه تعالٰی متقیان وی نه لیونی او مجذوبان لکه دا عقیده دجاهلانو ده اوددی تفصیلی رد په روح المعانی کړی دی اودا رنگ په سورة یونس (۶۳،۶۲) کښی دی خودلته دتقویٰ اوله مرتبه مراد ده یعنی توحید او ایمان په اوله معنیٰ سره اوسورة یونس کښی تقویٰ کامله مراد ده (وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ) اکثرپه معنیٰ دکل دی یاوجه داده چه لږ ددوی نه سره دعلم نه عنادیان دی -
[۳۵] داهم زورنه ده منکرینوته اوبیان دنیشتوالی دتقویٰ دی - ددی آیت دوه معنی دی اول داچه مشرکین قریشو به طواف کوؤ دبیت اللّه اوشپیلئ‌ به ئی وهل او لاسونه به ئی ټپول اودا ددوی په گمان کښی عبادت وؤ - لکه اوس ددی مثال بعضی پیران دی چه په وخت دذکرکښی گډا کوی او لاسونه ټپوی، داټول دشرع نه خلاف دی داد عاقلانوکارنه دی داسی قرطبی ذکرکړیدی - دوهم تفسیر دادی چه هغه مونځ ددوی دبیت اللّه په خواکښی هغه داسی برباد اوعبث دی لکه شپیلئ وهل او لاسونه تپول دی دا معنیٰ الوسی او راغب ذکرکړی ده معلومه شوه چه په دوی کښی صلوٰة(مونځ) وؤ لیکن دشرک دوجی نه برباد وؤ او (مُكَاءً وَتَصْدِيَةً) په طریقه دتشبیه سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>