قَالَ الْمَلَأُ ۳۸۹ الأنفال
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ﴿۳۶﴾ لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَى بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۳۷﴾ قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ وَإِنْ يَعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ ﴿۳۸﴾
یقیناً هغه کسان چه کفرئی کړی دی خرچ کوی مالونه خپل دپاره ددی چه منع کړی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه پس زردی چه خرچ به کړی دوی هغه مالونولره بیابه شی په دوی باندی ارمان بیابه کمزوری کړی شی اوهغه کسان چه کافران دی بیابه جهنم ته جمع کړی شی ﴿۳۶﴾
دی دپاره چه جداکړی اللّه تعالٰی پلیت لره دپاک نه او کی به ږدی پلیتان بعضولره په بعضوباندی پس دندلئ به کړی ټولولره پس وابه ئی چوی په جهنم کښی دغه کسان هم دوی تاوان والا دی ﴿۳۷﴾
اووایه هغه کسانوته چه کافران دی که دوی منع شول (دکفراوشرک نه) اوبه بخلی شی دوی ته تیرشوی گناهونه اوکه راوگرځیدل دوی جنگ ته پس یقیناً تیره شوی ده طریقه دمخکنوخلقو ﴿۳۸﴾
[۳۶] په دی آیت کښی هم زورنه د منکرینوده اوبیان داثرنیشتوالی دتقویٰ چه هغه بربادی دعبادت مالیه ده روستودذکرکولو دبربادئ دعبادت بدنیه نه (لِيَصُدُّوا) هرهغه انفاق چه ددین باطل د اشاعت دپاره وی په مقابله ددین حق کښی هغه په دی کښی داخل دی (حَسْرَةً) په سبب دنه حاصلیدلو د مقصد دانفاق (ثُمَّ يُغْلَبُونَ) داترقی ده یعنی اول خوبه دمقصد نه محروم شی نوبیابه د مؤمنانومقابله کښی کمزوری شی (الَّذِينَ كَفَرُوا) مراد ددی نه هغه کسان دی چه په کفرباندی پاخه پاتی شی - اوبیا تخویف اخروی دی په دی دواړو ایتونو کښی -
[۳۷] په دی آیت کښی دمنکرینوبدحالی دآخرت په پنځوطریقو سره ذکرشویده (لِيَمِيزَ اللَّهُ) لام علت دی دیحشرون يالام دعاقبت دی (الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ) په اعتباردعقیدی دشرک سره خبیث دی اوپه عقیده دتوحید سره پاک دی اودا تمیزپه آخرت کښی دی لکه په سورة یٰس (۵۹) او یونس (۲۸) کښی اویا په دنیا کښی دی لکه په سورة العمران (۱۷۹) کښی -
[۳۸] دادعوت دی منکرینوته دپاره دتوبی روستو دذکردخباثتونودهغوی نه دا آیت دلیل دی په دی خبره چه په (ایمان راوړلوسره تمام گناهونه معاف کیږی که حقوق اللّه وی اوکه حقوق العباد وی لیکن داد کافرحربی دپاره) اوکافرذمی نه حقوق العباد نه معاف کیږی (سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ) مراد ددی نه نصرت د اللّه تعالٰی دی انبیاؤ او د مؤمنانوسره اوعذاب او مغلوبه کول دی دکافرانو اومراد د اولین نه انبیاء او مؤمنان مخکنی دی لکه په سورة اسراء (۷۷) کښی -