قَالَ الْمَلَأُ ۳۹۰ الأنفال
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳۹﴾ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ﴿۴۰﴾
اوجنگ کوی ددوی سره تردی چه پاتی نشی هیڅ شرک اوشی دین ټول د اللّه تعالٰی پس که منع شول دوی پس یقیناً اللّه تعالٰی ددوی عملونولره لیدونکی دی ﴿۳۹﴾
اوکه دوی مخ واړوپس پوهه شئ چه یقناً اللّه تعالٰی مولیٰ ستاسودی ښه مولادی او ښه مددگار دی ﴿۴۰﴾
[۳۹] دا دوهمه دعویٰ دسورة ده او دا آیت دلیل دی په دی خبره چه قتال به جاری وی ترهغی پوری ترڅوچه شرک په دنیاکښی موجود دی (وَقَاتِلُوا) عطف دی په معنیٰ دسنت الاولین او دیعودوا دلاندی دی (فِتْنَةٌ) مشرک او مؤمن لره ددین نه اړول لیکن دلته اوله معنیٰ مناسب ده اوپه سورة بقره (۱۹۳) کښی دوهمه معنیٰ مناسب ده اوختمول دشرک مستلزم دی ددی چه ټول عالم کښی به توحید وی ددی وجی نه په دی آیت کښی (كُلُّهُ) ذکرکړی دی اوپه سورة بقره کښی کله نه وؤ ذکرکړی اوددی معنیٰ دوجی نه دلته (حَتَّى) په معنیٰ د اِلٰی سره دی اوپه سورة بقره کښی په معنیٰ دعلت سره دی -
[۴۰] مطلب دآیت دادی چه که دوی دقتال نه نه منع کیږی نوتاسوورسره قتال کوئ او اللّه تعالٰی به ستاسو امداد کوی ځکه چه هغه ستاسومولا دی (مَوْلَاكُمْ) مولاپه معنیٰ دمتولی (سنبالوؤنکی) دی - (نِعْمَ الْمَوْلَى) اللّه تعالٰی چه دچا تولی (سنبالخ) کوی نوهغه هیچ چیری نه بربادیږی اوچه دچا نصرت کوی نوهغه نه کمزوری کیږی اودا مقصد د نِعمَ دی په دواړه ځایونوکښی - داسی په سورة حج (۷۸) کښی هم دی هلته مقام دجهاد وو اوهغه په معنیٰ ددعوت سره وو اودلته مقام دقتال دی اومقام قتال ډیرسخت دی ددعوت نه ددی وجی نه په دی آیت کښی تاکید ذکرشو په (فاعلموا انَّ اللّه ) سره -