وَاعْلَمُوا ۳۹۱ الأنفال
وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۱﴾ إِذْ أَنْتُمْ بِالْعُدْوَةِ الدُّنْيَا وَهُمْ بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوَى وَالرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَلَوْ تَوَاعَدْتُمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِي الْمِيعَادِ وَلَكِنْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنْ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى مَنْ حَيَّ عَنْ بَيِّنَةٍ وَإِنَّ اللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۴۲﴾
اوپوهه شئ یقیناً هغه چه حاصل کړئ په جنگ سره دکافرانونه هرڅیز چه وی پس یقیناً اللّه تعالٰی لره پنځمه حصه دهغی ده اورسول لره اوخپلوانو (درسول) لره او یتیمانو او مسکینانو او مسافرولره که ایمان راوړئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی او په هغه (مدد) چه رالیږلی وو مونږپه بنده خپل په ورځ دفیصلی په هغه ورځ چه مخاخ شوی دوه ډلی او اللّه تعالٰی په هرڅیزقدرت والا دی ﴿۴۱﴾
کوم وخت چه وئ تاسوپه غاړه نزدی اودوی وو په غاړه لری او قافله دسوداگرو ښکته روانه وه ستاسونه او که وعدی کړی وی تاسو نو خامخا به اختلاف کړی وی تاسوپه وخت مقرر کښی لیکن (اللّه تعالٰی جمع کړئ تاسوبی وعدی) دی دپاره چه پوره کړی اللّه تعالٰی هغه کارچه مقررشوی وو دی دپاره چه مړشی هغه څوک چه مړشو پس ددلیل نه اوژوندی پاتی شی هغه څوک چه ژوندی وو پس ددلیل نه اویقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی ﴿۴۲﴾
[۴۱] ددی ځای نه دسورة دوهمه حصه ده اوپه دی کښی دوه بابونه دی اول باب (۵۶) آیت پوری دی په دی کښی اول تشریح د اولی دعویٰ ده اودهغی دپاره پنځه علتونه دی اویوقانون دجهاد دی اوزورنی دی او تخویف دنیوی دی اواخروی دی مطلب دآیت دادی چه مال دغنیمت به امیردجهاد پنځه حصه کړی اوداحکم د اللّه تعالٰی او درسول دی لکه په اول آیت کښی تیرشوی دی څلور حصی به په غنائمیوکښی تقسیم کړی اوپنځمه حصه حق دبیت المال دی چه دهغی پنځه مصرفونه په دی آیت کښی ذکردی ربط دمخکښی سره دادی چه مخکښی آیت کښی حکم دقتال ذکرشو نوپه دی ایت کښی حکم دهغه مال ذکرکوی چه په قتال سره حاصل شی چه هغه غنیمت دی - اوحلالیدل دغنیمت دا ددی امت خصوصیت دی مخکنو امتونوکښی په مال غنیمت باندی په دقبولیت دپاره اور دآسمان نه نازلیدلو (لِلَّهِ) ذکرد اللّه تعالٰی په طور داختیار مطلقه اوتبرک دی (وَلِلرَّسُولِ) داحصه دبعضی علماؤ په نیزدهغه په ژوندپوری خاص وه دهغه اودهغه داهل او میلمنووغیره دپاره اوروستو دوفات دهغه نه ساقطه شوی ده اودبعضی علماؤ په نیز داحصه به په بیت المال کښی جمع کیږی دپاره دمصالحومسلمانانو د علماؤ چه مدرسین دتفسیراو فقه او حدیث دی خرچه به ددینه ورکیدی شی (شربینی او ابن کثیر) (وَلِذِي الْقُرْبَى) مراد ددی نه ذوی قربی د رسول اللّٰه ﷺ دی چه هغه فقط بنی هاشم او بنی مطلب دی - اوپه دی آیت کښی بیان داول علت دی په (إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ) سره چه هرکله تاسو ایمان په اللّه تعالٰی لری اویقین کوئ چه په ورځ دبدرباندی اللّه تعالٰی ستاسو امداد کړی دی نوغنیمت کښی ولی اختلاف کوئ - د اِن جزا پټه ده چه واعلموا په هغی باندی دلالت کوی (نوتقسیم دغنیمت په دی طریقی سره اوکړئ) -
[۴۲] دابل علت دی دپاره ددغی دعوی حاصل دادی چه ستاسو جنگ دډلی دابوجهل سره بغیرڅه د وعدی نه اللّه تعالٰی اوکړو اوتاسوته ئی فتح درکړه نوغنیمت کښی جگړه مه کوئ - تفسیرد آیت دادی چه په بدرکښی یوخوړگئ ده دهغی په هغه طرف باندی چه کوم مدینی ته نژدی وؤ د مسلمانانو لښکر وؤ اوهغه په بل طرف چه دمدینی نه لری وؤ اومکی ته نزدی وؤ اودمکی نه لار هغی ته راوتلی ده په هغی د ابوجهل لښکر وؤ اوقافله دابوسفیان دمدینی نه په ښکته طرف باندی دسمندر په غاړه روانه و دبدر نه دری میله لری وؤ (لَاخْتَلَفْتُمْ) اختلاف به د دواړو طرفونونه واقع شوی وی ځکه چه یوبل باندی مو به مو دډیروالی گمان کړی وؤ (أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا) مراد امرنه غلبه ده په قتال کښی مؤمنانولره (لِيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ) ددی یومطلب دادی چه پس دفتح دبدرنه دلیل د صداقت د اسلام ښکاره شو نوکه څوک مړشی نومرگ ئی پس دلیدلو د دلیل نه دی اوڅوک چه ژوندی وی نوهم دلیل ئی اولیدلو - دوهم مطلب ئی دادی چه مراد دهلاکت نه کفردی اومراد حیات نه ایمان دی اوډیرومفسرینو دوهم قول غوره کړی دی (وَإِنَّ اللَّهَ) دامعطوف دی په احوالو دمؤمنانو اوکافرانوباندی چه په مخکښی جملو کښی ذکرشول -