وَاعْلَمُوا ۳۹۲ الأنفال
إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَلَكِنَّ اللَّهَ سَلَّمَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۴۳﴾ وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿۴۴﴾
کوم وخت چه اوخودلو تاته دوئ اللّه تعالٰی په خوب ستاکښی لږ اوکه خودلی وی تاته دوی لره ډیر نوخامخا کمزوری شوی به وی تاسو او خامخا اختلاف به کړی وو تاسو په باره دجنگ کولو کښی لیکن اللّه تعالٰی بچ کړئ تاسو (دکمزورئ او اختلاف نه) یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوکښی وی ﴿۴۳﴾
اوکوم وخت چه اخودل اللّه تعالٰی تاسوته دوی کله چه مخامخ شوئ په سترگوستاسو کښی لږ اولږ ئی ښکاره کړئ تاسوپه سترگو دهغی کښی دی دپاره چه پوره کړی اللّه تعالٰی هغه کارچه وو مقرر شوی اوخاص اللّه تعالٰی ته ورگرځیدلی شی ټول کارونه ﴿۴۴﴾
[۴۳] دا دریم علت دهغی دعوی دی مطلب ئي دادی چه اللّه تعالٰی خپل نبی ﷺ ته په خوب کښی اخودله چه کافران لږ دی که ډیرئی ورته ښودلی وی نوبیا دجنگ نه کیدلو احتمال وؤ دوجی د ویری ستاسونه لیکن اللّه تعالٰی په دی طریقه دجنگ او غنیمت سبب جوړکړو ددی وجی نه غنمت کښی خپل اختیار مه چلوئ - سوال: کافران ډیروؤ نو دهغوی کم ښودل خوپه ظاهرکښی دروغ دی؟ جواب: بنا دخوبونو په باطنی امورو باندی وی نوپه حقیقت کښی کافران لږ دی دوجی دسپکوالی او دذلت دهغوی نه په نیز د اللّه تعالٰی یا ددی وجی نه مستقبل کښی بعضی قتل شول اوبعضو ایمان راوړو (إِنَّهُ عَلِيمٌ) بغیر د واو نه ئی ذکرکړو ځکه چه دا دلیل دمخکښی ملازمی دی چه په لواراکم اه کښی ده -
[۴۴] داڅلورم علت دی دپاره ددعوی حاصل ئی دادی چه په میدان دجنگ کښی دواړه ډلی اللّه تعالٰی یوبل ته لږی ښکاره کړی دی دپاره چه جنگ اوشی او غنیمت حاصل شی نوغنیمت کښی جگړه مه کوئ (أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا) دی آیت کښی ددی نه مراد جنگ کول دی اوپه تیرشوی آیت (۴۲) کښی مراد دهغی نه فتح او غلبه وه (يُرِيكُمُوهُمْ) ضمیردفاعل اللّه تعالٰی ته راجع دی -