وَاعْلَمُوا ۳۹۳ الأنفال

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۴۵﴾ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۴۶﴾ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَاللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۴۷﴾

ای ایمان والو: کله چه مخامخ شئ یوډلی دکافرانوسره پس کلک کړئ‌ ځانونه خپل اویادوئ اللّه تعالٰی لره ډیر، دی دپاره چه کامیاب شئ ﴿۴۵﴾
اوتابعداری کوئ‌ د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ دهغه اومه کوئ اختلاف کورنئ‌ کښی پس کمزوری به شئ‌ تاسو او لاړه به شی دبدبه ستاسو اوصبرکوئ یقیناً اللّه تعالٰی ملگری دصبرناکودی ﴿۴۶﴾
اومه کیږئ په شان دهغه کسانوچه راوتل دکورونو خپلونه په لوئ‌ کولو او په ځان خودنه سره خلقوته اوچه منع کوی خلق د لاری د اللّه تعالٰی نه او اللّه تعالٰی ددوی عملونو لره راگیروونکی دی (په علم اوقدرت کښی) ﴿۴۷﴾

[۴۵] هرکله چه مخکښی آیتونوکښی نعمتونه په صحابه کراموباندی ذکرکړی شول چه هغه اسباب دقتال وؤ نواوس اداب دقتال ذکرکوی مخکښی حصه کښی پنځه قوانین ذکرشوی دی اودابیان دشپږم قانون دی په دری ایتونوکښی اوپه دی کښی شپږخبری دی دهغی نه دوه په دی آیت کښی دی اول داچه په میدان دجنگ کښی ثابت قدم شئ‌ دوهم داچه اللّه تعالٰی ډیریادوئ دا دوه هم په حقیقت کښی کافی دی دکامیابئ دپاره ځکه ددی سره (لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) ذکرشو (وَاذْكُرُوا اللَّهَ) مراد ددی نه ذکردزړه او دژبی دواړو دی خوشرط دادی چه پټ به وی ځکه ابن کثیرحدیث مرفوع او قرطبی د قیس بن عباد نه روایت راوړی دی چه اصحابو د رسول اللّٰه ﷺ مکروه گنړل اوازنه راویستل په وخت دقتال کښی اوپه دی ذکرکښی دعاگانی دطلب دنصرت اودغلبی هم داخل دی اوهغی ته ترغیب دی -
[۴۶] په دی آیت کښی دری خبری دی دجهاد دپاره اطاعت د اللّه تعالٰی او د رسول ﷺ اوداختلاف نه بچ کیدل اوصبرکول، اواختلاف سبب دی دکمزورئ‌ اودزوال دطاقت اوصبرسبب دی دملگرتیا د اللّه تعالٰی (رِيحُكُمْ) په دی کښی دوه قولونه دی اول داچه مراد ددی نه قوت او دبدبه ده په طریقه دتشبیه سره لکه ریح په هرځای کښی ورداخلیږی نودارنگ قوت اودبدبه هم تاثیرکوی دوهم قول دادی چه مراد ددی نه معنیٰ حقیقی ده ځکه چه مدد د اللّه تعالٰی سره هواگانی دامداد راځی -
[۴۷] دی آیت کښی شپږمه خبره ده دپاره دجهاد چه مشابهت مه کوئ‌ دکافرانو سره په دری صفتونو کښی یوتکبرکول دحق نه دوهم ریاکول په عمل سره دریم خلق د اللّه تعالٰی دلاری نه منع کول (بَطَرًا) په اصل کښی وئیلی کیږی نعمتونه د اللّه تعالٰی په گناهونوکښی خرچ کولوته (وَيَصُدُّونَ) دائی په فعل مضارع سره ذکرکړو اشاره ده چه ددوی خروج په طریقه دبطر او ریاء‌ سره خویوځل وؤ اومنع کول د سبیل اللّه نه خوددوی همیشه عادت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>