وَاعْلَمُوا ۳۹۴ الأنفال

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۴۸﴾ إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۹﴾ وَلَوْ تَرَى إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُوا الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۵۰﴾

اوکوم چه ډولی کړل دوی ته شیطان عملونه ددوی اووئیل ئی نیشته زورآور په تاسو باندی نن ورځی کښی هیڅوک دخلقونه اویقیناً زه امدادی ستاسویم پس هرکله چه یوبل اولیدو دواړو ډلونه واپس شودی په پوندوخپلو اووئیل ده یقیناً زه جدایم ستاسونه یقیناً زه وینم هغه شی چه تاسو ئی نه وینئ‌ یقیناً زه ویریږم د اللّه تعالٰی د عذاب نه او اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوونکی دی ﴿۴۸﴾
کله چه وئیل منافقانو او هغه کسانوچه په زړونو دهغوی کښی شک وو چه دهوکه ورکړی ده دی کسانوته دین ددوی اوچاچه ځان اوسپارلو په اللّه تعالٰی پس یقیناً اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالا دی ﴿۴۹﴾
اوکه وینی ته (ای لیدونکیه) هغه وخت چه ساه اخلی دکافرانونه ملائک وهی مخونه دهغوی او شاگانی دهغوی (اوورته وائی) اوڅکئ عذاب داورسوزوونکی ﴿۵۰﴾

[۴۸] دی آیت کښی پنځم علت دی داولی دعوی - حاصل دادی چه ابلیس په ورځ دبدرکافران زړه ورکړی وؤ بیاهرکله چه ملائیک ئی اولیدل نواوتښتیدو - او اللّه تعالٰی دوی کمزوری کړه اوتاسو له ئی غنیمت درکړو نوپه هغی کښی اختلاف مه کوئ‌ - روایت دبیهقی کښی راغلی دی چه ابلیس په ورځ دبدر په شکل دسراقه بن مالک کښی راغی (دادیوی قبیلی سرداروؤ) او ابوجهل له تیزی دجنگ ورکړه اولاس دیومشرک ئی نیولی وو چه حارث ابن هشام وو میدان جنگ ته لاړو هرکله چه ده جبرائیل علیه السلام اولیدلو نواویریدو او اوتښتیدو - ددی نه معلومه شوه چه شیطان کله دانسان په شکل باندی شی اوخلقو ته تیزی ورکوی په گناه سره اودا دلیل دی په دی خبره چه شیطان ملائکولره وینی - او دقتاده نه روایت دی چه ابلیس انی اریٰ مالاترون کښی رشتینی وؤ او انی اخاف اللّه کښی دروغژن وؤ -
[۴۹] داهم علت دی دپاره داولی دعوی چه منافقینوپه تاسوپوری خندل لیکن اللّه تعالٰی دهغوی خندا په خفگان بدله کړه اودا علت داخل دی په مخکښی پنځم علت کښی یعنی په هغی ذکرشول محروم کیدل دکافرانو دخپل مقصد نه اوپه دی ذکرکیږی خلاف کیدل دگمان دمنافقانونه (الْمُنَافِقُونَ) نه مراد منافقان اعتقادی دمدینی وؤ چه په ژبه دایمان دعویٰ کوی اوپه زړه کښی پوره انکارلری (وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ)مراد ددی نه شک والا وؤچه دمکی مکرمی او دنورو اطرافونه بدر ته راغلی وؤ دوی هم کافران دی ځکه چه ایمان په شک سره نه حاصلیږی (وَمَنْ يَتَوَكَّلْ) دا صفت دمجاهدینودبدر دی یعنی هغوی چه دډیرو کافرانو مقابلی ته راوتلی وؤ نوداد وجی دغرور نه وؤ بلکه دو جی د توکل نه وؤ -
[۵۰] مخکښی ایتونو کښی حالات دنیویه دکافرانواو منافقانو ذکرشول نوپه دی آیت کښی ویره ورکول دی دعذاب، په وخت دځنکدن او برزخ کښی اودا عذاب واقع شوی وؤ په هغه مشرکانو چه په بدرکښی اووژلی شول (يَضْرِبُونَ) وهل دمخ او ددبرکښی ډیره بی عزتی راځی نوځکه دائی خاص کړل یاترینه مراد هرطرف دی اوداسی په آیت (۲۷) کښی هم دی (عَذَابَ الْحَرِيقِ) سوزوؤنکی دظاهر او باطن دواړو دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>