وَاعْلَمُوا ۳۹۵ الأنفال

ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۵۱﴾ كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۵۲﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۵۳﴾

دا سزا په سبب دهغه عملونو ده چه مخکښی کړی دی لاسونه ستاسو اویقیناً اللّه تعالٰی نه دی هیڅ ظلم کوونکی په بندگانوباندی ﴿۵۱﴾
حال ددوی په شان دحال دفرعونیانو دی اوهغه کسان چه مخکښی وو دهغوی نه کفرکړی وو هغوی په آیتونو د اللّه تعالٰی پس اونیول دوی لره اللّه تعالٰی په سبب دگناهونو ددوی یقیناً اللّه تعالٰی قوت والادی سخت عذاب ورکوونکی دی ﴿۵۲﴾
دا عذاب په دی وجه دی چه اللّه تعالٰی نه بدلوی نعمت لره چه کړی وی هغه په یوقوم باندی تردی چه دوی بدله کړی هغه عقیده چه په زړونو ددوی کښی ده اوپوهه شئ چه یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی ﴿۵۳﴾

[۵۱] دی آیت کښی اشاره ده چه د عذاب دوه سببونه دی یوبد عملونه دخلقو ا ودوهم عدل د اللّه تعالٰی داسی په سورة العمران (۱۸۲) کښی هم ذکردی (أَيْدِيكُمْ) نه مراد دبدن ټول قوتونه دی لیکن اکثرعملونه په لاسونو سره کیږی ځکه ئی خاص ذکرکړل -
[۵۲] په دی آیت کښی تشبیه دموجوده کافرانوده دمخکنوکافرانو سره چه دهغوی عادت او ددوی عادت یوشان دی په کفرکولوکښی اودارنگ په عذاب ددنیا او برزخ کښی چه مخکښی ذکرشو په باره دمشرکینو دبدرکښی په دی کښی زیات قباحت شان ددوی ذکرکوی اوپه دی کښی تفصیل د ماقدمت ایدیکم دی -
[۵۳] داتفسیردی د هغی جملی چه لیس بظلام للعبید، اودا سبب دی د عذاب چه مخکښی آیت کی ذکر شو- جواب دسوال دی چه کفرخوپه دوی کښی د مخکښی نه موجود وؤ نوپه هغه وخت کښی ئی ولی عذاب نه ورکوو؟ - حاصل د جواب دادی چه نفس کفرخوناکاره حالت دی لیکن دهغوی سره سره دوی ته امن وؤ - اوهرکله چه دوی ته نبی راغی او ایتونه ورته راغلل نوکفرددوی سخت شو نو اللّه تعالٰی ددوی نعمت په نقمت (غصه) سره بدل کړو - نومراد د نِعمةً هغه امن او طعام وؤ چه سره دکفرددوی نه جاری وؤ اومراد د (يُغَيِّرُوا) نه کفربالایات والنبی دی یامراد دنعمت نه عام دی فراخی، امن اوصحت او دین دپیغمبراودی آیت کښی اشاره ده چه تغیر ددین د اللّه تعالٰی سبب دعذاب دی (يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ) مراد ددی نه بدلول دنیکوعملونو دی په بدعملونوسره یابدلول دکفردی په زیات کفرسره اوهغه سبب دتغیردحال دی دامن عذاب ته اوداسی په سورة رعد (۱۱) کښی هم راځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>