وَاعْلَمُوا ۳۹۶ الأنفال
كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَكُلٌّ كَانُوا ظَالِمِينَ ﴿۵۴﴾ إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۵۵﴾ الَّذِينَ عَاهَدْتَ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنْقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ ﴿۵۶﴾ فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۵۷﴾ وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ ﴿۵۸﴾
حال ددوی په شان حال دفرعونیانو دی اودهغی کسانو چه مخکښی ددوی نه وو دروغژن کړی وو دوی آیتونه درب خپل پس هلاک کړل مونږدوی په سبب دگناهونو ددوی اوغرق کړل مونږ فرعونیان اودا ټول وو ظالمان ﴿۵۴﴾
یقیناً بدتر دزنده سرونه په نیزد اللّه تعالٰی هغه کسان دی چه کفرئی کړی دی پس دوی ایمان نه راوړی ﴿۵۵﴾
داهغه کسان دی چه لوظ کړی دی تا ددوی سره بیاماتوی دوی لوظ خپل په هرځل کښی اودوی ځان نه ساتی (دنوروگناهونونه) ﴿۵۶﴾
پس که ته لاندی کړی دوی لره په جنگ کښی پس اویره وه په سبب ددوی روستوخلقو لره دی دپاره (چه دا روستوخلق) نصیحت قبول کړی ﴿۵۷﴾
اوکه ویریږی ته د یو قوم نه دلوظ ماتول پس خبرورکړه دوی لره (دختمولودلوظ) چه شئ دواړه برابر یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی خیانتگر ﴿۵۸﴾
[۵۴] دا آیت تکرار نه دی ځکه چه تیرشوی آیت کښی تشبیه وه په کفرکښی اوپه دی آیت کښی تشبیه ده په بدلولو دنعمت کښی دارنگ مخکښی آیت کښی ذکردکفروؤ اوپه دی آیت کښی ذکردتکذیب دی چه زیات کفردی اوپه هغی کښی ذکرداخذ اجمالی وؤ اوپه دی آیت کښی دهغه تفسیراو تفصیل دی په فاهلکتهم سره اوشاره ده چه عذابونه د مکذبینو مخکنو په مختلفو طریقو سره وؤ په سیلئ په رجفه په کانړو راورلوسره اوپه اغراق سره نوعذاب دمشرکینودمکی په توره اوپه قتل سره راغی -
[۵۵] هرکله چه صفت مشترکه دټولوکافرانوذکرشو چه هغه ظلم دی نواوس یوصفت خاصه ذکرکوی دیونوع دکافرانوچه په هغوی کښی څلورقبایح دی اوداسبب هم دی دتیرشوی عذاب چه داعذاب په دوی ځکه راغی چه دا شریرخلق دی اوددوی څلورقبائح ئی ذکرکړی دی دوه په دی آیت کښی دوه ورپسی آیت کښی (لَا يُؤْمِنُونَ) یعنی پاښه دی په کفرباندی دایمان امید تری نه نیشته -
[۵۶] دی آیت کښی دوه قبائح ددوی نورذکر دی یولوظ ماتول دوهم عدم تقویٰ حاصل دادی چه شریر دخلقونه کافران او شریر دکافرانونه ضدیان دی اوشریردضدیانونه بی لوظه دی (الَّذِينَ عَاهَدْتَ) اول مصداق ددی یهود دبنی نضیراو بنی قریظه دی اومشرکین مکه دی او بیاعام دی (مِنْهُمْ) دالفظ ددی وجی نه دی چه عهد په اصل کښی دبعضوسره وی چه هغه مشران وی -
[۵۷] ددی ځای نه ترآخرپوری دوهم باب دی ددی حصی په دی کښی قوانین دجهاد ذکرکوی په هغی کښی یوقانون عامو مجاهدینودپاره دی او نورد رسول اللّٰه ﷺ دپاره خاص دی اوهغه دپاره دامیردجهاد هم دی اوپه آخرکښی پنځه اقسام دخلقو دی اودمؤمنانودپاره زیری دی - دا اووم قانون دی مخاطب په دی سره رسول اللّٰه ﷺ دی اودهغه نائب چه امیردی مطلب ددی قانون سختی کول دی په جنگ کښی دمشرکینوسره چه نورخلق ترینه عبرت واخلی (فَشَرِّدْ بِهِمْ) دا ذکر دمسبب مراد ترینه سبب دی چه دوی سره داسی عمل اوکړه یعنی (قتل کول او ډیری وینی تویول) چه سبب اوگرځی دپاره دویرولو د روستو خلقو -
[۵۸] تتمه ده دمخکښی قانون چه هرکله یوډلی دکافرانوسره جنگ کیږی اوبلی ډلی سره لوظ کړی شوی وی دامن لین دهغوی معلومه شی چه دوی لوظ ماتوی نوهغوی لره به خبرورکړی کیږی دلوظ دختمیدلو (تَخَافَنَّ) مراد دادی چه غالب گمان کښی معلومه شی په علاماتوسره چه دوی لوظ ماتوی اوداقبیح کار دی نوواقع کیدلو دمشکل کارته خوف وئیلی کیږی (فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ) نبذ په معنیٰ دترک عهد دی او لفظ د إِلَيْهِمْ نه مراد دادی چه دوی ته خبراولیږه چه پس ددی نه لوظ ختم دی دپاره ددی چه دوی تاته دخیانت گرنسبت اونکړی (عَلَى سَوَاءٍ) یعنی تاسوته چه علم وی دترک دعهد چه دغسی هغوی ته هم داعلم حاصل شی