وَاعْلَمُوا ۳۹۷ الأنفال

وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَبَقُوا إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ ﴿۵۹﴾ وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿۶۰﴾ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۱﴾

اوگمان دی نه کوی کافران چه دوی به بچ شی یقیناً دوی نشی عاجزکولی اللّه تعالٰی لره ﴿۵۹﴾
اوتیارکړئ ددوی مقابلی لره څومره چه وس موکیږی دسامان دجنگ نه د ساتلی شوی اسونونه چه ویروئ‌ تاسو په هغی سره دشمن د اللّه تعالٰی او دشمن ستاسو اونورکسان سیوا دهغوی نه (منافقان) چه نه پیژنئ‌ تاسو هغوی لره، اوهغه چه خرچ کوئ‌ تاسو څه شی په لارد اللّه تعالٰی کښی نوپوره به درکړی شی تاسوته ثواب دهغی اوپه تاسوبه هیڅ ظلم نشی کیدی ﴿۶۰﴾
اوکه دوی مائل شو روغی ته پس ته هم مائل شه هغی ته اوځان سپاره په اللّه تعالٰی باندی یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری په هرڅه پوهه دی ﴿۶۱﴾

[۵۹] دا زرونه ده منکرینو ته چه کله دوی بی لوظه شی نوعذاب د اللّه تعالٰی نه نشی بچ کیدی - (سَبَقُوا) په معنیٰ دان یسبقوناسره دی (إِنَّهُمْ) دا علت دی د لایحسبن دپاره -
[۶۰] دا اتم قانون دی دپاره دمجاهدینو مراد ددی نه تیاری کول دسامان دجنگ اودپیاده فوج اودسورفوج اودجنگ مخکښی په دی کښی فائده داده چه مشرکان او منافقانوباندی به رعب وی (مِنْ قُوَّةٍ) مراد دقوت نه هرقسم سامان دجنگ دی دهری زمانی مناسب اوپه حدیث کښی الرمی (ویشتل) ذکر دی هغه یومثال دی قوت دپاره اوهغه په دی زمان کښی بمونه اومیزائیل وغیره ویشتل او جوړول دهغی ته شامل دی (وَمَا تُنْفِقُوا) په دی کښی اشاره ده چه دجهاد په نیت څومره سامان باندی پیسی خرچ کړی شی نوهغه ثواب دی (مِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ) آسونه په هره زمان کښی دجنگ دپاره ضرورت دی اودا معلومه خبره ده ددی وجی نه نبی ﷺ فرمائیلی دی - الخَيْلُ مَعْقُودٌ فِي نَوَاصِيهَا الخَيْرُ إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ - (داسونوپه تندوپوری ترقیامته خیرتړلی شوی دی) نوخیرنه مراد جهاد او غنیمت دی دلیل دی چه جهاد به ترقیامته پوری جاری وی (لَا تَعْلَمُونَهُمُ) داسی په سورة توبه (۱۰۱) کښی راځی -ز
[۶۱] دا نهم قانون دی دپاره دجهاد اومطلب ددی دادی چه مؤمنان به دصلح دعوت کافرانوته نه ورکوی اوکه کافران طلب کوی بیا صلح کول جائزدی (فَاجْنَحْ) د امر دپاره دی وجوب نه دی اوچه هغوی طلب نه وی کړی نوصلح کول منع دی - اوهغی ته وهن وئیلی شی لکه چه په سورة محمد (۳۵) کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>