وَاعْلَمُوا ۳۹۸ الأنفال
وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۶۲﴾ وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۶۳﴾ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۶۴﴾ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۶۵﴾
اوکه دوی اوغواړی چه دهوکه کوی ستاسره پس یقیناً پوره دی تالره اللّه تعالٰی، اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه کلک کړی ئی ته په مدد خپل اوپه ملگرتیا دمؤمنانو ﴿۶۲﴾
اومینه ئی راوسته په مینځ د زړونو ددوی کښی که خرچ کړی وی تاهغه څیزونه چه په ځمکه کښی ټول نه به وی پیداکړی تا مینه په مینځ دزړونو ددوی کښی لیکن اللّه تعالٰی مینه پیداکړه په مینځ ددوی کښی یقیناً اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونو والا دی ﴿۶۳﴾
ای نبی ﷺ پوره دی تالره اللّه تعالٰی اوهغه چالره چه تابعداردی ستا دایمان والونه ﴿۶۴﴾
ای نبی ﷺ تیزی ورکوه مؤمنانولره په جنگ کولو باندی که وی ستاسو نه شل کسان صبرناک نوغالب کیږی به په دوو سوو اوکه وی ستاسو نه سل کسان نوغالب کیږی به په زرکسانو دکافرانو په دی وجه چه دوی داسی قوم دی چه نه پوهیږی ﴿۶۵﴾
[۶۲] د اتعلق لری دمخکښی آیت سره که دوی په صلح کولو کښی اراده ددهوکی لری نو (ویره مه کوه ددوی نه) داجزا پټه ده (هُوَ الَّذِي) ئی بغیردعطف نه ذکر کړو ځکه داتفسیردحسبیت الٰهیه دی -
فائده: بالمؤمنین سره اشاره ده مدحه دصحابوکرامو ته لکه په حدیث د اِختارَ اللّه لِی صحابة (اللّه تعالٰی زما دپاره صحابه غوره کړی دی) -
[۶۳] دابیان دتائید دی په مؤمنانوسره چه هغه بغیر داتفاق نه نه حاصلیږی (مَا أَلَّفْتَ) په دی کښی اشاره ده چه نبی ﷺ دچاپه زړه باندی قدرت نه لری نومختار کل نه دی -
فائده: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه دصحابه کرامو په مینځ کښی مینه او محبت وؤ دهغوی په مینځ کښی دشمنی نه وه نوهغه تاریخ چه د هغی نه دشمنی دصحابو معلومیږی هغه ددی خلاف دی هغی ته هیڅ اعتبارنیشته او داسی په سورة العمران (۱۰۳) اوسورة فتح (۲۹) کښی هم راغلی دی -
[۶۴] دالسم قانون دی دپاره دامیر چه توکل په هرحالت کښی په اللّه تعالٰی باندی په کار دی ځکه چه اللّه تعالٰی کافی دی په هرحال کښی - سوال: دا خوتکرار دی د (۲۲) سره؟ جواب: هلته حسبیت خاصه مراد وؤ دپاره ددفع کولو دضرر ددشمنانونه اودلته عاموحالاتوکښی حسبیت مراد دی -
[۶۵] دا یؤلسم قانون دی دپاره دامیر حاصل دادی چه نبی ﷺ اوبیا په امیرباندی لازم دی چه مجاهدینوته داسی تیزی ورکړی په جهاد باندی چه یوکس مقابله دلسو تنو کولی شی اوکه داسی نشی کولی نوکم ازکم یو کس دی د دوؤ کسانو مقابله کوی دافرض دی نوپه (حَرِّضِ) سره ئی داقانون ذکرکړو لکه په سورة نساء (۸۴) کښی او (إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ) سره طریقه دتحریض ذکر کړی ده - سوال: ددی آیت مقصد دادی چه یوپه لس باندی مقابله کوئ نودومره اوږد عبارت ئی ولی ذکر کړو؟ جواب: په ابتداء داسلام کښی دصحابوشمار کم وؤ نواکثرسرئّی به دشلونه زیاتی ترسلوپوری تعداد باندی مشتمل وی (صَابِرُونَ) شربینی وئیل دی چه ددی حکم شرط صبردی اومراد دصبرنه دادی چه بدن ئی قوی اوسالم اندامونووالا دی اوزړه ئی شجاع وی اودارنگ ایمان ئی مضبوط وی اوپابند وی دهغه قوانینو چه په دی سورة که بیان شوی دی اوهرکله چه یوکرت دا صفت ذکرشو نودوهم کرت د مائة سره ذکرکولو ته حاجت نیشته -