وَاعْلَمُوا ۳۹۹ الأنفال

الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۶۶﴾ مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۶۷﴾

اوس اسانتیاراوسته اللّه تعالٰی په تاسوباندی اوپوهه شو چه په تاسوکښی کمزورتیا ده پس که وی ستاسونه سل کسان صبرناک غالب کیږی به په دوو سوو اوکه ستاسو نه زرکسان غالب کیږی به په دووزرو په امداد اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی خاص ملگری دی دصبرناکو ﴿۶۶﴾
نه دی مناسب نبی لره چه وی دی هغه لره قیدیان تردی پوری چه وینی توی کړی په ځمکه کښی ډیرغواړی تاسو سامان ددنیا او اللّه تعالٰی غواړی آخرت (ستاسودپاره) او اللّه تعالٰی زورآور دی حکمتونووالادی ﴿۶۷﴾

[۶۶] دا آیت په نیزدمقدمینو علماؤ ناسخ دی دمخکښی آیت دپاره اوپه نیزدروستو علماؤ دا تخفیف دی او دا غوره خبره ده یووجه داده چه په آیت کښی لفظ د خفف موجود دی (وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا) مراد ددی نه کمزوروالی دهمت دی لیکن داصفت دبدئ‌ نه دی بلکه دلالت کوی په دی خبره چه دصحابوپه درجاتو کښی فرق وؤ اوسفیان بن شبرمه وئیلی دی چه د امربالمعروف و النهی عن المنکر هم دا حکم دی چه په دی آیت کښی ذکر دی -
فائده: داول آیت په آخرکښی سبب ذکرکړو عدم فقاهت دکافرانو اومراد هغی نه جهل دتوحید او ایمان بالرسول اوقرآن او آخرت نه دی اوپه طریقه دمفهوم سره معلوم شوه چه مؤمنان مجاهدین په فقاهت سره موصوف دی او ددی صفت دوجود سره زیات تعداد ته حاجت نیشته - اودوهم آیت کښی سبب (بِإِذْنِ اللَّهِ) او (مَعَ الصَّابِرِينَ) ذکرکړی دی اشاره ده چه دصفت دفقاهت نه اذن د اللّه اوصبراو نصرت الٰهی ډیرضرور دی -
[۶۷] دا دولسم قانون دی دامیردپاره حاصل ئی دادی چه په ابتداء‌ کښی دکافرانو قتلول ضروری دی ددی دپاره چه رعب قائم شی په دشمنانو - داآیت نازل شوی وؤ‌په واقعه دبدرکښی چه کله په هغی کښی دکافرانو نه اویا کسان په قیدکښی راوستی شول اوتردغه وخته پوری دقیدیانو به باره کښی حکم شرعی نه وؤ نازل شوی نونبی ﷺ دصحابو سره مشوره اوکړه نوبعضورائی پیش کړه چه دا ټول قتلول په کار دی اوبعضو رائی پیش کړه چه ددوی نه به فدیه واخلو اوپه هغی به ځان له سامان جنگ واخلو نو رسول اللّٰه ﷺ په دی روستنئ‌ رائی اتفاق اوکړو اودهغوی نه فدیه واخستی شوه - نودا آیت نازل شو چه داسی کول نه وؤ په کار (لِنَبِيٍّ) ئی نکره راوړه اشاره ده چه دا حکم ټولو انبیاؤ ته دی (أَسْرَى) یعنی داسی قیدیان چه په فدیه ورکولو سره خلاصیږی بغیردقتل نه نوپه دی کښی اشاره ده چه قتل دمشرکانو دبدر غوره وؤ د فدئی اخستلو اوپری خودلو دهغوی نه - اودا واقعه دلیل دی چه نبی ﷺ په وقت دعدم وجود دوحی کښی رجوع کړی ده اجتهاد ته چه طریقه دهغی شورا کول دی اوهرکله چه دا اجتهادی فیصله اللّه تعالٰی مسترد نه کړه صرف اولیٰ جانب ته ئی توجه ورکړ ه نومعلومه شوه چه اجتهاد د نبی ﷺ هم وحی ده (تُرِيدُونَ) دلته خطاب صرف صحابو ته اوشو دپاره دلحاظ‌ د ادب د نبی ﷺ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>