وَاعْلَمُوا ۴۰۰ الأنفال
لَوْلَا كِتَابٌ مِنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۶۸﴾ فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَالًا طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۶۹﴾ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِمَنْ فِي أَيْدِيكُمْ مِنَ الْأَسْرَى إِنْ يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِمَّا أُخِذَ مِنْكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۷۰﴾
که نه وی حکم د اللّه تعالٰی چه مخکښی فیصله شوی ده نوخامخا رسیدلی به وی تاسوته په وجه دهغه مال چه واخستو تاسو (دقیدیانونه په فدیه کښی) عذاب لوئ ﴿۶۸﴾
پس خورئ هغه مال چه غنیمت کښی واخست تاسو حلال پاک اوویره کوئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی دی بخونکی رحم کوونکی ﴿۶۹﴾
ای نبی ﷺ اوایه هغه چاته چه ستاسوپه لاسونو کښی دی دقیدیانونه که معلوم کړو اللّه تعالٰی په زړونوستاسو کی ایمان نودربه کړی غوره دهغه مال نه چه اخستی شوی دی ستاسونه اوبخنه به اوکړی تاسوته او اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کوونکی دی ﴿۷۰﴾
[۶۸] داجواب دیو سوال دی، چه هرکله دوی دا فدیه واخستله نوگنهگار شول نوپه کار وؤ چه په دوی عذاب راغلی وی؟ جواب حاصل دادی که اللّه تعالٰی د مخکښی نه قانون نه وی ایښودی نوواقعی عذاب به راغلی وی لیکن اللّه تعالٰی قانون ایښودی دی هغه داسی دی چه عذاب چاله نه ورکوی ترهغی چه مخکښی نه دغه حکم نه وی رالیږلی بل داقانون چه اللّه تعالٰی دی امت دپاره مال غنیمت حلال کړی دی اوبل دا قانون چه اللّه تعالٰی بدروالا مجاهدین تول بخلی دی -
[۶۹] هرکله چه بعضی صحابه کرامو ددی زورنی نه روستو دهغی فدئی داستعمالولو نه نفرت کوؤ نودا آیت نازل شو چه نفرت مه کوئ دا مال غنیمت دی او حلال دی (فَكُلُوا) کښی فا دسببیت وه اوشرط محذوف دی یعنی لماابیحت لکم الغنائم (هرکله چه حلال کړی شو ستاسودپاره غنیمتونه) -
[۷۰] دادیارلسم قانون دی امیردپاره حاصل دادی چه په داسی قیدیانوکښی څوک دعویٰ د ایمان کوی دپاره ددی چه دفدئی ورکولو نه خلاص شی نوهغه ته اووایه چه فدیه ورکول په تالازم دی اوکه دعویٰ دایمان صحیح وی نو اللّه تعالٰی به ددی ډیرعوض درکړی اودا خبره واقعه دبدر کښی عباس رضی اللّه عنه ته پیش راغلی وه اگرچه آیت عام دی اوحکمت ددی قانون دادی که په دعویٰ دایمان سره یوتن دفدئی نه خلاص کړی شی نوداسی به هریو دعویٰ کوی اوصفت دایمان خوپټ دی نوهریوته په فدیه معاف کړی شی نوقانون دفدئی عبث او مهمل گرځی -