يَعْتَذِرُونَ ۴۳۹ التوبة

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۰۲﴾ خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۰۳﴾ أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾

اونورکسان دی چه اقرار کړی دی په گناهونوخپلو (دتوبی دپاره) گډ کړی دی دوی څه نیک عمل اونوربدعمل نزدی ده چه اللّه تعالٰی توبه قبوله کړی ددوی یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی رحم کوونکی دی ﴿۱۰۲﴾
اخله دمالونو ددوی نه زکوٰة چه پاکوی ته دوی لره (دگناهونونه) اوزیاتی کول دوی لره مال په سبب دهغی اودعاکوه دوی ته یقیناً دعا ستا آرام دی د زړونوددوی او اللّه تعالٰی هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۱۰۳﴾
آیا دوی نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی قبلوی توبه دبندگانوخپلونه اوقبلوی زکوٰتونه اویقیناً اللّه تعالٰی ډیرتوبه قبلوونکی رحم کوونکی دی ﴿۱۰۴﴾

[۱۰۲] دی آیت کښی دوهم قسم دصحابوکراموته اشاره ده چه هغوی دغزوه تبوک نه پاتی شوی وؤ اوبیائی ځانونه دجماعت دستنوپوری تړلی وؤ اووعده ئی کړی وه چه مونږځان نه پرانیزو تردی چه زمونږتوبه قبوله شی او رسول اللّٰه ﷺ مونږپرانیزی اودغسی اوشول - دابوعثمان نه روایت دی چه نیشته په قرآن کښی یوآیت چه زما په نیزچه ډیرامید کیدی شی دهغی دپاره ددی امت مگردادی اشاره دیته ده چه دا آیت عام دی صحابوپوری خاص نه دی (عَمَلًا صَالِحًا) په نورو جهادونوکښی شرکت کول اودارنگ ددی گناه نه زرتوبه کول (تُطَهِّرُهُمْ) ضمیردفاعل راجع دی صدقه ته اوصیغه دمؤنث غالب ده یاصیغه مخاطب ده چه نبی ﷺ دی (وَتُزَكِّيهِمْ) داصیغه د مخاطب ده یقیناً اومراد دتزکیه نه بچ کول دی دخباثت د نفاق نه اوزیادت دمال اود درجاتوسره اونسبت ددی نبی ﷺ ته سببی دی چه هغه دعا دهغه ده چه ورپسی د صَلِّ سره ذکرده -
[۱۰۳] دا آیت هم ددغه صحابه کرامو په باره کښی دی چه رسول اللّٰه ﷺ دهغوی د زکوٰة قبض کولونه منع کړی وه نو اللّه تعالٰی وفرمایل چه ددوی توبه قبول شوی ده نو زکوٰة ددوی قبض کوه اوداحکم بیا عام دی هرامیرالمؤمنین ته چه دمؤمنانو زکوٰة دی قبض کوی اوهغوی ته دی دعا کوی -
فائده: طریقه د رسول اللّٰه ﷺ دا وه چه زکوٰة به صحابه کراموراوړونو رسول اللّٰه ﷺ به قبض کوو لیکن دا قبض په طریقه دوکالت سره وؤ نه په طریقه دملکیت سره -
[۱۰۴] دی آیت کښی ترغیب دی توبه کولوته، اشاره ده په دی کښی دیته چه عبادت مالی سره عبادت بدنی یعنی توبه یوځای کول په کاردی اودا آیت دلیل دی چه په (۱۰۲) کښی عسیٰ دپاره دشک نه دی (يَأْخُذُ) دا صفت د اللّه تعالٰی په حدیث د ابومسعود کښی ذکرکړی دی چه اِنَّ الصدقة تقع فی یداللّه تعالی قبل ان تقع فی ید السائل (ابن کثیر) ترجمه: یقیناً صدقه د اللّه تعالٰی په لاس کښی پریوزی مخکښی دپریوتلونه په لاس دسوال کوونکی کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>