يَعْتَذِرُونَ ۴۴۰ التوبة
وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾ وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۰۷﴾
اووایه عمل کوئ پس خامخا وینی اللّه تعالٰی عمل ستاسو او رسول ﷺ دهغه او مؤمنان اوزردی چه اوبه گرځولئ شئ تاسو اللّه تعالٰی ته چه پوهه دی په پټو اوپه ښکارو پس خبربه درکړی تاسولره په هغه عملونوچه تاسوئی کوئ ﴿۱۰۵﴾
اونورکسان دی روستو کړی شوی دی فیصلی د اللّه تعالٰی ته یابه عذاب ورکړی دوی لره اویابه توفیق دتوبی ورکړی دوی لره او اللّه تعالٰی پوهیږی په هرڅه حکمتونووالادی ﴿۱۰۶﴾
(اوبعضی دمنافقانونه) هغه کسان دی چه جوړکړی دی جماعت ضررورکولودپاره اودوجی دکفرنه او دپاره دجدائی په مینځ دمؤمنانوکښی اومورچه دپاره دهغه چاچه خلاف ئی کړی دی د اللّه تعالٰی اودهغه رسول ﷺ نه ددی نه اوخامخا دوی قسمونه کوی چه مونږ اراده نه ده کړی په دی سره مگرنیکی کول او اللّه تعالٰی خبرورکوی چه بیشکه دوی دروغژن دی ﴿۱۰۷﴾
[۱۰۵] دا آیت هم خطاب وؤ اولاً صحابوته اوبیا ټولومؤمنانوته -
نکته:په دی آیت کښی والمؤمنون ذکر دی او آیت (۹۴) کښی دانه وؤ ذکر شوی ددی وجه داده چه هغه آیت په باره دمنافقینو کښی وؤ او هغوی د مؤمنانو نه پټ کارونه کول نو هلته ځکه مؤمنون ذکر نه شو او دا آیت په باره د مؤمنانو کښی دی او دمؤمنانو عمل د نورو مؤمنانو سره شریک وی او دهغوی په مخکښی وی او هغوی ترینه خبریږی -
[۱۰۶] دا دریم قسم صحابه کرام دی، دا دری کسان وؤ، کعب بن مالک هلال بن امیه اومرارة بن ربیع رضی اللّه عنهم دوی د غزوه تبوک نه پاتی شوی وؤ بغیردڅه عذرنه اوبیائی په توبه کښی هم تاخیرکړی وو چه دهغی تفصیل په حدیث دبخاری کښی راغلی دی په دی آیت کښی دهغوی فیصله موقوف شوه او ددوی توبه پنځوس ورځی بعد قبوله شوی ده چه دهغی ذکر په (۱۱۸) کښی به راځی - (إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ) داتردید په نسبت دبندگانو سره دی چه تاسو ددی انتظاراوکړئ یعنی یاعذاب یا توبه -
[۱۰۷] په دی آیت کښی زورنه ده په خاص عمل دمنافقانو چه هغه مسجد ضرار جوړول وؤ اودائی دی دپاره ذکرکړو چه دمؤمنانو او منافقینوپه مینځ کښی تمیزراشی دا مسجد ضراردی منافقانوپه مقابله دمسجد قبا کښی جوړکړی وؤ داطریقه دوی ته ښودلی وه ابوعامرراهب، چه هغه مرتدشوی وؤ اودقیصرروم سره ئی رابطه جوړه کړی وه - تفصیلی واقعه مفسرینو لیکلی ده هرکله چه دامسجد ئی تیارکړو نوراغلل رسول اللّٰه ﷺ ته اوهغه دتبوک دپاره تیاری کوله نودوی ورته اوئیل چه مونږیوجماعت جوړکړی دمعذورو خلقو دپاره اوزمونږ داخوښه ده چه ته په هغی کښی اول مونځ اوکړی اودبرکت دعا اوکړی نو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل چه اوس زه مشغوله یم په تیاری دسفرکښی اوهرکله چه واپس راشم نوبیابه ستاسو مسجد کښی مونځ اوکړم هرکله چه رسول اللّٰه ﷺ لاړو تبوک ته او واپس شو نو اللّه تعالٰی دا وحی راولیږله اوپه دی آیت (۱۰۷) کښی دهغی مسجد څلورصفات قبیحه ئی بیان کړی دی اوهغه په اصل کښی صفات دی دجوړونکودمسجد اول ضررورکول بل مسجدته ، اوضرار او ضرر کښی دافرق دی، ضرار هغه کاردی چه نه وی په هغی کښی هیڅ فائده اوستا گاونډی ته نقصان وی اوضررهغی ته وائی چه ستاپه هغی کښی فائده وی اوضررگاونډی ته وی - دوهم صفت کفردی یعنی جوړونکودامسجد دکفرپه عقیده باندی جوړکړی دی اودریم تفریق دی یعنی دی دپاره ئی جوړکړی دی چه دمؤمنانوپه مینځ کښی جدائی راشی اوڅلورم ارصاد دی یعنی هغه څوک چه مشرک او مبتدع وی نوهغه له په مسجد کښی ځای ورکوی دپاره دبیان یادپاره دنورو مکرونو -
فائده: ددی نه معلومه شوه چه هرکارددین چه څوک په غرض فاسد سره کوی نوپه هغه کښی صفت دنفاق دی (مِنْ قَبْلُ) مخکښی دمسجد جوړولونه یامخکښی دغزوه تبوک نه (إِلَّا الْحُسْنَى) یعنی دوی وئیل چه مونږدبوډاگانواومعذرو خلقودپاره جوړکړی دی چه مسجد قبأ او مسجد نبوی ته نه شی رسیدلی -