يَعْتَذِرُونَ ۴۴۱ التوبة

لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ﴿۱۰۸﴾ أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ لَا يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْا رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلَّا أَنْ تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۱۰﴾

مه اودریږه ته په دی جماعت کښی هیچ چیری (دمانځه دپاره) خامخاهغه جماعت چه بنیاد ئی کیخودلی شوی دی په اخلاص دعقیده باندی د اولی ورځی نه لائق ددی دی چه ته په کښی اودریږی (دمانځه دپاره) په دی جماعت کښی داسی سړی دی چه خوښوی پاکوالی خپل او اللّه تعالٰی مینه کوی دداسی پاکانوسره ﴿۱۰۸﴾
آیا پس هغه څوک چه ایښی ئی دی بنیاد د آبادئ خپلی په ویره د اللّه تعالٰی اوپه رضامندئ‌ دهغه غوره دی اوکه څوک چه ایخی ئی دی بنیاد دآبادئ په غاړه دیو ډډ کمر باندی چه غورزیږی پس اغورزیږی سره دده نه په اوردجهنم کښی او اللّه تعالٰی توفیق دنیکئ نه ورکوی قوم ظالمانوته ﴿۱۰۹﴾
همیشه به وی آبادئ‌ ددوی هغه چه دوی جوړه کړی وه سبب دغصی زړونو ددوی کښی (پس دنړیدلودهغی نه) ترهغه وخته چه تکړی تکړی شی زړونه ددوی او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالا دی ﴿۱۱۰﴾

[۱۰۸] په دی آیت کښی حکم دمسجد ضرار بیان شو چه په هغی کښی مونځ کول منع دی (لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى) په دی کښی اختلاف دی چه مراد ددی نه مسجد قبأ دی یا مسجد نبوی دی - غوره په دی کښی اول قول دی لیکن داحکم عام دی (مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ) مراد ترینه هغه اوله ورځ دهجرت د نبی ﷺ ده چه په هغی کښی مدینی منوری ته را اورسیدل اودمسجد قبا بنیاد ئی کیښود اوددی لفظ نه عمررضی اللّه عنه استباط کړی دی دپاره دشروع کولو دتاریخ دهجرت (رِجَالٌ يُحِبُّونَ) داصفت دی د صحابه کرامو (أَنْ يَتَطَهَّرُوا) مراد تطهرنه عام دی باطنی پاکوالی یعنی دشرک او گناهونونه ځان بچ ساتل اوظاهری پاکوالی یعنی استنجاء‌ کول اوپه اودس ماتی پسی زربیا اودس کول اوپه اودس پسی دوه رکعاتونه کول اوپه جنابت پسی زرغسل کول داپه مختلف روایاتوسره ثابت دی -
[۱۰۹] په دی آیت کښی ددغه دووقسمونوجماعتونو په مینځ کښی تقابل دی اومسجد ضراروالوته ویره ورکول دی اودا علت دی دپاره دماقبل آیت (تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ) تقویٰ علت مادیه دی اورضوان علت غائیه دی اوپه دی کښی اشاره ده چه بنیاد ددوی قوی اومضبوط دی اودمقابل بنیاد کمزوری دی او (عَلَى شَفَا جُرُفٍ) په طریقه دمثال دی دپاره دکمزوری بنیاد اوپه دی کښی اشاره ده چه دمسجد ضرار بنیاد کمزوری دی (لَا يَهْدِي) مراد ددی نه هدایت داصلاح او دنجات دی (جُرُفٍ) هغه کمرپه کنده داوبوکښی یاپه ویخ دکوهی کښی چه اوبوخوړلی وی نوپه کښی ډډ وی -
[۱۱۰] هرکله چه رسول اللّٰه ﷺ دمسجد ضرار دنړولو حکم اوکړو او صحابه کرامو هغه اونړوو نوپه هغی منافقان ډیرغصه شول لیکن هیڅ مقابله ئی نه شوه کولی دی آیت کښی هغه ته اشاره ده (بُنْيَانُهُمُ) دا مصدرپه معنیٰ دمفعول دی او دلته مضاف محذوف دی یعنی هدم بنیاهم (نړول دآبادئ‌ ددوی) او رِيبَةً نه مراد غضب او غیظ دی یا بنیان نه مراد نفس آبادول دمسجد ضرار دی یعنی مصدر په خپله معنیٰ سره دی اومضاف محذوف نه دی یعنی هرکله چه مسجد ضرار ئی آباد کړو نوسبب شو دپاره دزیادت دمنافقت نومراد دریبة نه نفاق دی (إِلَّا أَنْ تَقَطَّعَ) الَّا په معنیٰ د الٰی اَن سره دی اومراد ددی نه مرگ دی په غصه اوپه نفاق باندی اووئیلی شوی دی چه مراد ددی نه توبه ده په اخلاص دزړه سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>