يَعْتَذِرُونَ ۴۴۲ التوبة

إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۱﴾ التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾

یقیناً اللّه تعالٰی اخستی دی دمؤمنانونه نفسونه دهغوی او مالونه دهغوی په بدله ددی کښی چه دوی لره به جنت وی جنگ به کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی پس وژنی به کافرانو لره اووژلی کیدی به شی دوی وعده کړی ده ددوی سره اللّه تعالٰی وعده رشتینی چه ذکرشوی ده په تورات او انجیل او قرآن کښی اوڅوک زیات پوره کوونکی دی دلوظ خپل لره د اللّه تعالٰی نه پس خوشحاله شئ‌ په خرڅولو خپلو چه سودا کړی ده تاسو اللّه تعالٰی سره په هغی اودا کامیابی لویه ده ﴿ ۱۱۱ ﴾
(داخلق) توبه کوونکی دی اللّه تعالٰی ته بندگی کوونکی دی دهغه ستائینه کوونکی دی دهغه گرځیدونکی دی دپاره دجهاد رکوع کوونکی دی سجده کوونکی دی حکم کوونکی دی په نیکئ‌ سره او منع کوونکی دی دبدئ‌ نه اوساتنه کوونکی دی دپولو د اللّه تعالٰی اوزیری ورکړه داسی ایمان والولره ﴿ ۱۱۲ ﴾

[۱۱۱] دی آیت کریمه کښی ترغیب دی جهادته په لس تاکیداتوسره روستودزجر شدید نه په پریښودونکودجهاد باندی داپه طریقه دتمثیل سره دی چه د مؤمنانونفسونه او مالونه د اللّه تعالٰی په طاعت کښی خرچ کیدل داپه شان دمبیعه (سودا) دی اوجنت دهغی عوض په شان دقیمت دی (يُقَاتِلُونَ) دابیان د انفسهم دی چه مبیعه ده نوپه دی کښی اشاره ده چه مالونه او نفسونه د مؤمنانوملکیت د اللّه تعالٰی دی نومؤمنانولره اختیار نیشته چه دابغیردرضا د اللّه تعالٰی نه خرچ کړی -
[۱۱۲] په دی آیت کښی دمؤمنانو لس صفات ذکردی دترغیب دپاره - او ددی دپاره چه دصفت دجهاد سره دالس صفات هم ضروری دی دپاره دحصول ددرجاتو دجنت اوداصفات باطنیه او ظاهریه بدنیه ټولو ته شامل دی (التَّائِبُونَ) مراد ددی نه دټولوگناهونونه توبه کول دی که شرک یا کفروی اوکه نورگناهونه کبیره یاصغیره وی په حقوق اللّه اوپه حقوق العباد کښی (الْعَابِدُونَ) مراد ددی نه ټول عبادات قلبیه ظاهریه بدنیه او مالیه دی (السَّائِحُونَ) یو معنیٰ روژه دار ځکه چه روژه دار سړی خوراک او څښکاک او شهوات پریږدی دوهمه معنیٰ مجاهدین (بِالْمَعْرُوفِ) توحید او سنت دی او المنکرشرک او بدعت دی دارنگ دا دواړه لفظونه هم نیکئ او بدئ‌ ته شامل دی (وَالنَّاهُونَ) په دی کښی واؤ ذکرشوی وؤ ددی وجی نه چه واؤ دپاره دجمعی دی نومطلب داشو چه امربالمعروف او نهی عن المنکر په جمع صفت دمدحی دی یواځی یونه کافی کیږی دوهمه وجه داده چه دا واو ثمانیه دی مطلب دادی چه دعربو عادت داوؤ چه کله اووه څیزونه شمارکړی نوداتم په ابتداء کښی واؤ ذکرکوی (وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ) په دی صفت کښی اشاره ده چه په دی مخکنوکارونو کښی د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ د حدودو رعایت کول ضروری دی - اولحاظ دحدودو نه کول بدعت دی (وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ) اشاره ده چه ماقبل صفتونه بغیردایمان نه سبب دبشارت نشی کیدلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>